غني: پاکستان دې ترهګرۍ پرضد د ۳م هېواد تر څار لاندې عملي اقدامات وکړي

 

دآزادی راډیو

افغان ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل له پاکستانه غوښتي چې د ترهګرۍ پر ضد دې د یو درېیم هېواد تر څارنې لاندې عملي او اساسي اقدامات وکړي.

ولسمشر غني پرون سې شنبه په ارګ کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې تهمینې جنجوا سره په کتنې یو وار بیا ټینګار وکړ چې پاکستان دې د ترهګرو ډلو پر ضد عملي اقدامات وکړي.

افغان ولسمشر له دې پاکستانۍ ډپیلوماټې وغوښتل چې د افغانستان امنیتې اندېښنې د پاکستان مشرتابه ته ورسوي.
د ولسمشر اشرف غني د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال ازادي راډیو ته وویل، ولسمشر غني، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې سره د افغانستان د امنیتي اندېښنو تر څنګ ډيورنډ کرښې ته څېرمه ولایتونو باندې د ترسره شویو راکټي بریدونو مسئله هم یاده کړه او له هغې یې وغوښتل چې د پاکستان نوی مشرتابه دې په دې اړه هم د افغان لوري پر اندېښنو خبر کړي.

دی وايي:

“د ډیورنډ فرضي کرښې ته په څېرمه ولایتونو باندې د پاکستان د راکټي بریدونو پر مسئلې، ولسمشر د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې ته وویل چې په دې اړه دې د افغان لوري اندېښنه د پاکستان نوې مشرتابه سره شریکه کړي.”

افغان ولسمشر همدارنګه د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې سره لیدنه کې یو ځل بیا له پاکستاني لوري وغوښتل چې د لندن غونډې له موافقې سره سم د “ترهګرو ډلو” پر ضد عملي او اساسي اقدامات وکړي او دغه بهیر دې له هره پلوه یو درېیم اړخ په بې پرې توګه وڅاري چې له تمې سره سم د دواړو هېوادونو په ګټه نتیجه ترلاسه شي
د ولسمشر اشرف غني مرستیال ویاند دوا خان مینه پال ازادي راډیو ته د افغان ولسمشر دا غوښتنه داسې بیان کړه:

“باید پاکستان د ترهګرو ډلو پر ضد عملي اقدامات وکړي او یو درېیم هېواد باید له دې اقداماتو څارنه وکړي.”

ښاغلي مینه پال وايي، ولسمشر غني پر پاکستاني لوري بیا ټینګار وکړ چې د ښه او بد ترورېزم ترمنځ باید توپیر ونه شي ځکه ترهګري د دواړو هېوادونو د خلکو لپاره یو ګډ او جدي خطر دی.

وروسته له هغې چې په پاکستان کې د دې هېواد پخوانی صدراعظم نواز شریف بې واکه شو او د نوې صدراعظم په مشرۍ نوې حکومت جوړ شو، دا لومړنۍ لوړ پوړې پاکستانۍ ډیپلوماټه ده چې افغانستان ته سفر کوي.

ښاغلي مینه پال وویل، په سیمه کې وروستیو ګواښونو او خطرونو ته په پام افغان لوری هیله لري چې د پاکستان نوی ملکي حکومت به په خپل اړخ کې د ترهګرو ډلو پر ضد عملي اقدامات وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې تهمینه جنجوا د سې شنبې په ورځ تر دې مخکې په کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت له سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي سره هم په دوه اړخېزو اړیکو خبرې کړې وې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼې کې د دواړو لورو دا لیدنه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخېزو سیاسي سلا مشورو لومړی دور بللی دی.

خبرپاڼه زیاتوي چې د دوه اړخیزو سلا مشورو په دې غونډه کې، دواړو لوریو، د افغان سولې بهیر، د ډیورنډ فرضې کرښې په اوږدو کې د امنیت او د سوداګرۍ او ټرانزیټ په ګډون په بېلابېلو موضوع ګانو خبرې وکړې او د بېلابېلو مېکانېزمونو له لارې یې دوه اړخېز باور او اعتماد ته د ودې ورکولو هوکړه وکړه.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.