غني د طالبانو سره مشروط اوربند اعلان کړ

دامریکا غږ

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل چې د دوشنبې په ورځ (اگست ٢٠) د عرفې له ورځې نه نیولې د اسلام د پیغمبر د میلاد تر ورځې پورې (چې درې میاشتې کیږي) د طالبانو سره اوربند اعلانوي.

ښاغلي غني ټینگار وکړ چې د دولت اوربند مشروط دی او په هغه صورت کې به وشي چې د طالبانو له خوا نه هم راعیت شي.

جمهور رئیس غني وویل “یو ځل بیا سر له سبا دوشنبې څخه چې د عرفې ورځ ده د نبي تر میلاد پورې، یا تر هر هغه وخت پورې چې طالبان ورته ژمن وي پدې شرط اوربند اعلانوم چې طالبان هم پدغه سپیڅلې موده کې اوربند اعلان او مراعت کړي”.

ښاغلي غني موقت اوربند د افغانستان د خپلواکۍ د ٩٩ کلیزې په مراسمو کې چې د دارالامان په ماڼۍ کې جوړ شوي وو اعلان کړ. ښاغلي غني وویل “د طالبانو په رهبرۍ غږ کوو چې د واقعي او دوامدارې سولې لپاره د ملت ارادې ته لبیک ووايي او د ملي او اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د سولې مذاکراتو ته چمتووالی ښکاره کړي.”

د ښاغلي غني له وینا دمخه د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په دغو مراسمو کې په خپله وینا کې وویل چې د افغانستان حکومت یواځې په هغه صورت کې له طالبانو سره په اوربند موافقه کوي چې دغه ډله هم اوربند مراعت کړي.

ښاغلي عبدالله د طالبانو د ډلې د نوم له ذکر کولو پرته وویل “دا ځل د ملي وحدت د حکومت له لورې د اوربند مسله داسې مطرح کیږي چې مقابل لورې چې په جگړه کې دي هغوی هم {اوربند} مراعت کړي، مونږ اوربند کوو. که مراعت یې نه کړي متاسفانه اوربند خپله معنی له لاسه ورکوي.”

د افغانستان حکومت په کوچني اختر کې هم د طالبانو سره موقت اوربند اعلان کړ او بیا یې د لسو نورو ورځو پورې وغزواوه. خو طالبانو یواځې د اختر په دریو ورځو کې اوربند وکړ او د اختر په وروستۍ ورځ یې اعلان وکړ چې طالب جنگیالي به د اختر په پای ته رسیدو سره بیرته خپلو جنگي عملیاتو ته دوام ورکړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.