غني او متیس: د امریکا نوې تگلاره پاکستان ته یو فرصت دی

 

دامریکا غږ

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني، د امریکا د دفاع وزیر جنرال جیمز متیس، او د ناټو عمومي منشي ینز ستولتنبرگ، د چهارشنبې په ورځ د افغانستان نه د نړیوالې ټولنې د ملاتړ د دوام، د امنیت او ثبات د رامنځ ته کیدو او ددې هیواد د سولې د پروسې په اړه په یو گډ خبري کنفرانس کې خبرې وکړې.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، په دغه خبري ناسته کې د افغانستان په چاپیریال کې د بدلون، د نړیوالو سیاسي تغییراتو او د نویو فرصتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې دا فرصتونه ثبات ته لاره هواروي.

ولسمشر غني زیاته کړه، چې افغانستان به په دوو محورونو کې د سولې خبرې اترې تعقیب کړي چې یو یې له پاکستان سره سوله ده ( دولت له دولت سره سوله) او بله یې هم بین الافغاني سوله ده.

ښاغلي غني یو ځل بیا د امریکا د دفاع وزیر او د ناټو د سرمنشي په شتون کې د وسله والو مخالفانو څخه وغوښتل چې نوي شرایط درک کړي او د سولې له بهیر سره یو ځای شي. ښاغلي غني له ګاونډیو او د سیمې له هیوادونو په ځانګړي ډول له روسیې او هند څخه وغوښتل چې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره سیمه ییزه اجماع رامنځته کړي او د ترهګرۍ خطر دي جدي ونیسي.

د پاکستان لپاره طلایي چانس

ولسمشر غني، له ترهګرۍ د سره د افغانستان مبارزه ( پر حق) وګڼله او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت تګلاره یې پاکستان ته یو فرصت وباله.

ښاغلي غني وویل “توپ د پاکستان په میدان کې دی، له دې فرصت څخه چې یو طلايي فرصت دی باید مثبته ګټه پورته کړي، لومړۍ نښې بدې نه دي خو دا تر وخت وړاندې ده چې قضاوت وکړو”.

په ورته وخت کې د امریکا د دفاع وزیر جنرال جیمز متیس هم د ولسمشر غني خبرې تائید کړې او وویل زه سل په سله کې له ښاغلي ولسمشر سره موافق یم چې د جنوبي اسیا لپاره تګلاره او دغه نوی تعهد د پاکستان لپاره یو فرصت چې له ترهګرۍ سره د مبارزې کمپاین ته داخل شي، د جنوبي اسیا لپاره تګلارې څوک لرې نه دی ساتلی بلکې پراخه ده.

هغه وویل چې منتظر کیږي چې وګوري پاکستان کومه لار انتخابوي.

د امریکا د دفاع وزیر ټینګار وکړ چې افغانستان به نه پرېږدي او اجازه به ور نه کړي چې دا هېواد یو ځل بیا د نړیوالې ترهګرۍ په خوندي ځاله بدل شي.

جنرال متیس د افغان حکومت د څلور کلن امنیتي پلان ملاتړ وکړ او له افغانستان سره یې د مرستې تیاری وښود.

د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر وویل چې ناټو، له ترهګرۍ سره د مبارزې د ائتلاف غړي او د جنوبي اسیا هېوادونه به په ډله ییزه توګه او متعهدانه ډول له ترهګرۍ سره مبارزه کوي.

د ناټو سرمنشي، ینس ستولتنبرګ په دغه ناسته کې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د ناټو غړو هېوادونو د مرستې ژمنه تازه کړه او ویې ویل هغوی پوهیږي چې په افغانستان کې یې شتون په میلیاردونو ډالره لګښت درلود او په زرګونو کسانو په کې ژوند له لاسه ورکړ خو په افغانستان کې د هغوی نه شتون به تر دې هم ګرېوان پرېوځي.

ښاغلي ستولتنبرګ زیاته کړه (( که د ناټو ځواکونه ډېر ژر افغانستان پرېږدي، بیا د دې وېره شته چې افغانستان دې د ګډوډیو خوا ته لاړ شي او کېدای شي بیا هم د نړیوالې ترهګرۍ په پناه ځای بدل شي.

ښاغلي ستولتنبرګ ټینګار وکړ چې ناټو له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په بېلا بېلو برخو کې همکاریو، د ځانګړو ځواکونو ملاتړ او د هوايي ځواکونو پیاوړي کولو ته ژمنه ده.

د ناټو سرمنشي وویل که لږ تر لږه تر ۲۰۲۰ کال پورې به له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره له کاله یو میلیارد ډالر مرسته وکړي

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.