عمران خان وايي دې حساس وخت کې یې کابل ته سفر ‘باور جوړول’ دي

دآزادی راډیو

د پاکستان صدراعظم عمران خان کابل ته د سفر پر مهال له افغان لوري سره په افغان سولې پروسه کې د مرستې ژمنه بیا تازه کړه.

عمران خان د پنجشنبې (د لړم ۲۹مه) په ورځ کابل ته تر را رسېدو وروسته په جمهوري ریاست کې له ولسمشر غني سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل، په داسې حال کې کابل ته سفر کوي چې افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر شوی.

نوموړي وویل چې په دې وخت کې يې کابل ته د سفر هدف افغان لوري ته د مرستې د ډاډ ورکول او باور جوړول دي.

دی وايي: “دلته زما د راتګ هدف دا دی چې په افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شوی او د پاکستان خلک یې هم په اړه اندېښمن دي، موږ هم سوله غواړو، څلور لسیزې کېږي چې تاسو له تاوتریخوالي کړیږئ، پاکستان به هر هغه څه وکړي چې له وسې یې کېږي، څو تاوتریخوالی پای ته ورسېږي.”
عمران خان وویل چې د پاکستان ډېری قبایلي سیمې د افغانستان له جګړو اغېزمن شوي او غواړي چې دلته سوله راشي.

عمران خان زیاته کړه چې دوی به له افغانستان سره خپلې هر اړخیزې اړیکې لا پياوړې کړي.

نوموړي د سوداګرۍ او پانګونې په چارو کې د ده د سلاکار عبدالرازق داوود په مشرۍ کابل ته د پاکستاني پلاوی راتګ ته په اشارې وویل چې په دې موده کې د ټرانزیټي اړیکو ترڅنګ په ګڼو نور اقتصادي مهمو مسایلو هم ګټور بحثونه شوي دي.

د پانګونې په چارو کې د عمران خان د سلاکار عبدالرازق په مشرۍ پلاوی درې ورځې وړاندې کابل ته رسېدلی و.
په ورته وخت کې افغان جمهور رئیس محمد اشرف غني په همدې ګډ کنفرانس کې بیا د ښاغلي خان سفر کابل ته په اوسني وخت کې مهم وباله.
ښاغلي غني وویل، په افغانستان کې نور تاوتریخوالی د زغم وړ نه دی او پایدارې سولې ته د رسېدو په برخه کې د پاکستان همکاري اړینه ده.

ښاغلي غني زیاته کړه: “تاوتریخوالی نور د منلو نه دی موږ یوې داسې پایدارې سولې ته چې د اساسي قانون له مخې وي غوښتونکي یو، د افغانستان خلک د اوربند غوښتونکي دي، موږ د داسې سیاست چې له مخې یې جوړجاړی وشي مننونکي یو، د تاسو دا سفر به د راتلونکي لپاره خورا مهم وي.”

ولسمشر غني یاده کړه چې دی به هم پاکستان ته یو سفر ولري، خو د دقیق وخت په اړه يې څه ونه ویل.

د پاکستان صدراعظم عمران خان په لومړي ځل کابل ته په داسې وخت کې سفر کوي چې په دوحه کې افغان حکومت او طالبانو د مذاکرتي ډلو ترمنځ د سولې خبرې په ټپه ولاړ حالت سره مخ دي.

پاکستان تردې وړاندې هم بار- بار د افغان سولې په برخه کې د مرستې سینه ډبولې خو نیوکې دا دي چې دغه هېواد خپلې ژمنې نه عملي کوي، خو وبه لیدل شي د پاکستان د صدراعظم عمران خان دغه سفر کابل ته د سولې پروسې په برخه کې څومره ګټور تمام شي؟

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.