عمران خان له ملابرادر سره په کتنه کې د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه وکړه

 

تاند(جمعه، د قوس ۲۹) د پاکستان صدراعظم عمران خان نن په خپل دفتر کې د طالبانو د قطر د دفتر له مشر او د طالبانو د تحریک له مرستیال ملابرادر او د هغه له ملګري پلاوي سره وکتل.

ملابرادر او ورسره ملګری پلاوی په درې ورځیني سفر پاکستان ته تللی دی. عمران خان وروسته له دې له ملابرادر سره وکتل چې د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره یې ټېلفوني خبرې وکړې.

د پاکستان د صدراعظم دفتر ویلي چې عمران خان او ملابرادر د افغانستان د سولې په پروسه کې پر راتلونکو ګامونو خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان لانجه پوځي حللار نه لري.

صدراعظم عمران خان وویل چې بین الافغاني خبرو د افغانستان د شخړې د حل کولو او په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ټینګېدو لپاره تاریخي فرصت برابر کړی دی.

ده دغه راز وویل، هیواد به یې د افغانانو ترمنځ د سولې د وروستیو پرمختګونو ملاتړ ته دوام ورکړي خو ویې ویل چې باید د نفوذي یا ورانکارو عناصرو مخه ونیول شي چې دا پروسه تخریب نه کړي.

د پاکستان د صدراعظم د دفتر له خبرپاڼې سره سم، عمران خان په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر لوړې کچې اندېښنه وښوده او له ټولو خواوو یې وغوښتل چې تاوتریخوالی کم او اوربند ته لاره هواره کړي.

د پاکستان د صدراعظم د دفتر په خبرپاڼه کې د ملابرادر په قول څه نه دي ویل شوي.

ملابرادر او ورسره ملګری پلاوی وروسته له دې پاکستان ته لاړ چې د سولې خبرې د ۲۰ ورځو لپاره وځنډول شوې.

تراوسه د سولې د خبرو د بل پړاو د ځای په اړه پرېکړه نه ده شوې خو په پام کې ده چې د جنورۍ په پنځمه پیل شي.

ملابرادر پرون د پاکستان له باندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره کتلي و.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.