طالبان: په کابل کې مو د دفتر د پرانیستلو غوښتنه نه ده کړې

 
تاند- طالبان وايي چې د دوی استازو د مسکو په غونډه کې د افغانستان له حکومت سره د مخامخ خبرو لپاره په کابل کې د دفتر د پرانیستلو غوښتنه نه ده کړې.

د پنجشنبې په ورځ د ایران د سپاه پاسداران اړوند تسنیم خبري اژانس، چې د طالبانو ملاتړ او د ولسمشرغني پر ضد تبلیغات کوي، په یوه خبر کې ادعا کړې وه چې د طالبانو د پلاوي مشر عباس ستانکزي ویلي چې که په کابل کې د طالبانو د سیاسي دفتر له پرانیستلو سره موافقه وشي، طالبان حاضر دي چې د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرې پیل کړي.

پرون /جمعه/ د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دا خبر ناسم دی.

مجاهد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي« ځینو رسنیو آوازه خپره کړې چې ګنې د مسکو په غونډه کې د اسلامي امارت استازو په کابل کې د دفتر پرانستلو غوښتنه کړی او د کابل ادارې سره یې شرط د مذاکراتو بللی. موږ دا پروپاګند په کلکه ردوو، د امارت د استازو لخوا داسې غوښتنه حقیقت نه لري. مجاهد»

په تاند کې د تسنیم په قول د دې خبر له خپرېدو وروسته د افغانستان د ولسمشر ویندوی هارون چخانسوري وویل چې په کابل کې د طالبانو لپاره د سیاسي دفتر پرانیستل د افغانستان د حکومت د سولې د پلان یوه برخه ده.

چخانسوري زیاته کړه، د سولې په پلان کې ویل شوي چې د افغانستان حکومت چمتو دی چې بې قید و شرطه له طالبانو سره خبرې وکړي، دا ډله د سیاسي ګوند په توګه په رسمیت وپېژني او په کابل کې د سیاسي دفتر د پرانیستلو امکان ورته برابر کړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.