طالبانو په نیمروز کې د سړک جوړولو پر کارکوونکو حمله وکړه

 

 

تاند- د نیمروز ولایتي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د رزنج- دلارام په لاره کې د سړک جوړولو پر کارکوونکو برید وکړ او په لړ کې یې لږترلږه یو تن وژلی او یو ټپی کړی دی.

په نیمروز کې د فواید عامې رييس عزیز محمدي نن /سې شنبه/ رسنیو ته وویل چې وسله والو طالبانو د سړک جوړولو دوه نور کارکوونکي له ځان سره تښتولي دي.

محمدي همداراز وویل چې دا حمله د یکشنبې په ورځ وشوه او تر دې دوې ورځې وړاندې طالبانو پر همدغه لار په بمي برید کې د سړک جوړولو دوه کارګر ټپیان کړي وو.

دا په داسي حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې وسله والو طالبانو ادعا وکړه چې پر عام المنعه تاسیساتو او پروژو برید نه کوي بلکې ساتنه یې هم کوي.

د نیمروز د فواید عامې رييس وايي چې د طالبانو له منګولو د تښتول شویو کارګرو د خلاصون لپاره هلې ځلې پیل شوي دي.

ده دا هم وویل چې د زرنج – دلارام سړک ویجاړ شوی او حکومت غواړی چې بېرته یې جوړ کړي خو طالبان یې مخنیوی کوي.

طالبانو تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.