طالبانو د کندهار پر ارغنداب ولسوالۍ برید کړی ـ چارواکي

دامریکا ږغ

وسله والو طالبانو د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ د پوليسو پر مرکزونو ډله ییز بریدونه پيل کړي.

ارغنداب د کندهار ښار په شمالي برخه کې له ښار سره نږدې پرته ولسوالي ده چې امنیت او ثبات يې د کندهار ښار د امنیت لپاره ډیر مهم بلل کیږي.

له تیري ورځې راهیسې د ارغنداب ولسوالۍ په چهار غلبه، جوی لاهور، ناصران، برات کلا، شهینان او ګڼې نوري برخې وسله والو طالبانو ولکه کړي دي.

یوې امنیتي سرچینې نن چهارشنبه اکتوبر ۲۸ (لړم ۷) د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وويل چې د ارغنداب ولسوالۍ له یادو سیمو څخه پوليسو تکتیکي شاتګ کړی او په لویو مرکزونو کې ځای پر ځای شوي.

خو د کندهار د پوليسو ویاند جمال بارکزي امریکا غږ ته وويل چې د ولسوالۍ په ګڼ مېشتو سیمو کې وسله والو طالبانو د ملکي خلکو په کورنو کې سنګرونه نیولي او افغان ګډ ځواکونه د ملکي تلفاتو د مخ نیوي لپاره په ډير احتیاط مخ ته ځي.

ښاغلي بارکزي وويل: “وسله وال طالبان په دلاهور، چهارغلبه او بابرو سیمه کې د ملکي خلکو له کورونو څخه د سنګر په توګه کار اخلي زموږ قوتونه د ملکي وګړو د مرګ ژوبلي د مخ نیوي لپاره په ډېر دقت سره د ځپلو لپاره ګامونه اخلي او دا مهال وسله وال طالبان د محاصرې په حال کې دي چې ژر به سیمه ورڅخه تصفیه شي.”

د کندهار د پوليسو ویاند زیاته کړه چې د ارغنداب ولسوالۍ په بولان غره سیمه کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۹ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۶ تنه نور يې ټپیان شوي.

دغه راز یوې امنیتي سرچیني بیا امریکا غږ ته وويل چې د ارغنداب په جګړه کې ۲ پوليس وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

خو د ارغنداب ولسوالۍ لس ګونه کورنۍ د جګړو له وېري څخه کندهار ښار ته را بېځایه شوي او لاهم دا بهیر دوام لري.

سیمه ییز اوسیدونکې وايي چې وسله والو طالبانو د سیمي د پرېښودلو خبر داری ور کړی او دوی هم د خپل سر د خوندیتوب لپاره امن سیمو ته ځانونه رسوي.

په ارغنداب ولسوالۍ کې دا مهال د انارو د حاصلاتو د راټولولو وخت دی.

د ارغنداب ولسوالۍ د شهینانو د سیمي اوسیدونکې رحمت الله امریکا غږ ته وويل چې زر ګونه ټنه انار په باغونو کې دي خو د جګړې له وېري څخه له پرون ورځي راهیسې مارکېټ ته د انارو انتقال هم دریدلی.

نوموړي زیاته کړه: “بار وړونکې وسایط د جګړې له وېري د انارو باغونو ته نه ځي او په سل ګونو باغونو کې انار پراته دي.”

بلي خوا ته په ولسي جرګه کې د کندهار استازي خلیل احمد مجاهد امریکا غږ ته وويل چې د ارغنداب ولسوالۍ د امنیتي وضعیت په اړه يې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو له مسئولینو سره لیدلي او پدې باب يې جدي اندېښنه ورته څرګنده کړې.

ده وويل: “وسله وال طالبان هڅه کوي چې د ارغنداب ولسوالۍ له لاري کندهار ښار ته امنیتي ګواښ متوجه کړې ما له مسئولینو سره دا خبره شریکه کړه که د ارغنداب ولسوالۍ غم ونه خوړل شي دا به د کندهار د امنیت لپاره یو لوی ګواښ وي.”

خپله وسله والو طالبانو د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ د جګړې په اړه کومه تبصره نده کړې.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.