طالبانو د وارداتي برښنا د ستنو په ویجاړولو څو ولایتونه بې برښنا کړل

 

تاند- د افغانستان برښنا شرکت وايي، وسله والو طالبانو تېره شپه شاوخوا ۲ بجې په بغلان ولایت کې د وارداتي برښنا ستنې په بمونو الوزولي او له شمال څخه یې پلازمېنې کابل او څو نورو ولایتونو ته برښنا پرچا کړې ده.

برښنا شرکت وايي، د دولت وسله والو مخالفانو د بغلان ولایت د کرکر کان د قوي برښنا د سټېشن په ۲۲ کیلومترۍ کې د برښنا دوو لویو ستنو ته بمونه ایښي او پایې یې نړولې دي چې په نتیجه کې یې برښنا قطع شوې ده.

برښنا شرکت وايي چې تخنیکي ټیم یې، چې امنیتي ځواکونه یې بدرګه کوي، سیمې ته لېږلی چې دا ستنې بېرته جوړې کړي.

د برښنا شرکت په وینا د دغو ستنو د ویجاړېدو له کبله له تاجکستان او ازبکستان څخه وارداتي برښنا پرچا شوې چې له کبله یې پر کابل سربېره د پروان، میدان وردک، غزني او ننګرهار برشنا قطع شوې ده.

د وسله والو طالبانو دا اقدام هغو هیوادونو او شرکتونو ته یو ډول خبرداری دی چې په ټاپي، کاسا او نورو سترو پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا لري.

دې ډلې پخوا ویلي و چې د انکشافي پروژو مخه نه نیسي او حتي حاضره ده چې په امنیت کې یې مرسته وکړي خو له دې ادعا سره سره یې په ځلونو پر انکشافي پروژو حملې کړي دي.

یو شمېر دولتي چارواکي ادعا کوي چې په افغانستان کې د ټاپي پروژې د کار له پیلېدو وروسته طالبانو پر فراه ولایت پراخ بریدونه وکړل څو په دې پروژه کې پانګوونکي وبېروي.

وسله والو طالبانو پرون په فراه ولایت کې د روښنان مخابراتي کمپنۍ یو برج په بمونو الوزولی او د سیمې زیات اوسېدونکي یې له ټېلفوني تماسونو محروم کړي دي.

طالبانو تېر کال هم په بغلان او کندوز کې د وارداتي برښنا ستنې ونړولې چې له کبله یې شاوخوا یوه میاشت د پلازمېنې ډېرې برخې بې برښنا شوې.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.