طالبانو، امریکایانو ته د سولې د خبرو وړاندیز کړی

 

دآزادی راډیو

طالبانو په یوه لیک کې د امریکا له خلکو او په کانګرس کې د دوی په وینا له سوله غوښتونکو غړو غوښتي چې د ولسمشر ټرمپ اداره د سولې خبرو ته وهڅوي.

په دې لیک کې چې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد خپور کړی دی د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرو ته اشاره نه‌ده شوې.

د ولسمشر اشرف غني د ویاند دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل چې حکومت پر خپل دریځ ولاړ دی، له هغو طالبانو سره چې ملکي افغانان وژني خبرې نه‌کوي.
نوموړي زیاته کړه:

“هغه ډلې چې جنایت کوي او ملکیان وژني او بیا د خپل جنایت مسؤلیت په غاړه اخلي، له دې ډلو سره حکومت مذاکرې نه‌کوي، دروازې یې د دغو ډلو پر مخ تړلې دي، خو هغه ډلې چې له دغه ډول ترورېستي جنایتونو څخه خپله کرکه څرګندوي او چمتو دي چې د افغانستان د اساسي قانون ارزښتونه ومني او له جګړې لاس واخلي د دغو ډلو پر مخ کېدای شي چې د سولې دروازې پرانیستې وي.”

د روېټرز اژانس په وینا په دې وروستیو کې د امریکایي ځواکونو سختو بمباریو طالبان مجبوره کړل چې د دوو ولایتونو له مرکزونو او د یو شمېر ولسوالیو له مرکزونو په شا شي.

خو طالبانو په خپل مکتوب کې لیکلي دي چې د سولې دا وړاندیز دا معنی نه‌ورکوي چې دوی له جګړې ستړي شوي یا یې اراده کمزورې شوې ده.
د اګسټ په وروستیو کې چې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ستراتېژي اعلان کړه تر هغې راوروسته د طالبانو جبهه‌اي جګړې کمې شوې دي، خو په وروستیو څو اوونیو کې یې په کابل کې دوه سترې حملې وکړې چې لږ تر لږه ۱۵۰ کسان په‌کې ووژل شول.

د کورنیو چارو وزارت: پر کانټیننټال هوټل برید کې د ۱۴ بهرنیانو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي

مجروح: د کابل په نننۍ چاودنه کې ۹۵ تنه وژل شوي او ۱۵۸ ټپیان دي

د جنوري په ۲۷مه چې په کابل کې طالبانو د امبولانس په واسطه د موټر بم حمله وکړه او تر ۱۰۰ ډېر کسان‌یې ووژل د امریکا ولسمشر وویل چې موږ له طالبانو سره مذاکرات نه‌کوو.

واشنګتن پوسټ ورځپاڼه خبر ورکوي چې طالبانو امریکایي سناتور راند پاول ته بلنه ورکړې ده چې د دوی د قطر دفتر ته د خبرو لپاره ورشي.

پاول هغه سناتور دی چې د سپینې ماڼۍ پر نوې ژمنه‌یې انتقاد کړی، ده ویلي دي چې د واشنګتن دا ژمنه چې د دې کال په ترڅ کې به ۴۵ میلیارده ډالر په افغانستان کې ولګوي، داسې معنی لري لکه څوک چې له کړکۍ پیسې بهرته اچوي.

که څه هم طالبانو په خپره کړې اعلامیه کې یوازې له امریکایانو سره پر خبرو ټینګار کړی دی، خو د سې شنبې په ورځ اسوشیټېډ پرس اژانس په یوه راپور کې څرګنده کړه چې طالبان د افغانستان د ملي امنیت له عمومي ریاست او د ملي امنیت د شورا له دفتر سره په تماس کې دي.

په قطر کې د طالبانو دفتر ته نږدې یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې د سولې هڅې دوام لري، خو له افغان حکومت سره په تماس کې نه‌دي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.