سیګار وايي، طالبانو هدفي بریدونو ته زور ورکړی دی

 

تاند(دوشنبه، د دولوې۱۳) د افغانستان د بیارغونې لپاره دامریکا ځانګړي سرمفتش په یوه تازه راپور کې ویلي چې طالبانو د افغانستان په ښارونو په ځانګړي ډول پلازمېنه کابل کې هدفي بریدونه زیات کړي دي.

د سیګار په راپور کې، چې نن (دوشنبه) خپور شوی، راغلي چې د طالبانو له لوري په پلازمېنه کې پر حکومتي مامورینو، د مدني ټولنې پر فعالانو او ژورنالیستانو هدفي بریدونه کېږي.

ډېر افغانان وايي، وروسته له دې چې امریکا له طالبانو سره د سولې موافقه لاسلیک کړې، طالبانو په مجموع کې بریدونه ډېر کړي خو د افغانستان د دولت او طالبانو د خبرو له پیله وروسته دې ډلې په ښارونو کې هدفونه بریدونه ډېر کړي دي.

همدا نن هم په پلازمېنه کې د خامه پریس خبري اژانس د موسس پر موټر برید وشو. له دې بریده د دغه خبري اژانس موسس روغ وتلی دی.

سیګار په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو په قول ویلي«په وروستیو درو میاشتو کې د دښمن بریدونه ډېر وو. د تېر کال د ورته مودې په پرتله خورا ډېر.»

سیګار همداراز ویلي چې طالبانو په دسمبر میاشت کې پر بغلان او اروزګان ولایتونو هم پراخې حملې او ګڼې چاودنې وکړې.

سیګار دا راپور په داسې حال کې خپور کړ چې د امریکا نوی حکومت وايي، له طالبانو سره د امریکا د تېر کال د فبرورۍ د ۲۹ نېټې پر موافقې به بیا کتنه وکړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.