“سږ ټوله نړۍ کې ۵۰ خبریالان د خپل کار له امله وژل شوي”

 

دآزادی راډیو

‎د بې پولې خبریالانو کلنی راپور چې د سې شنبې (د مرغومي ۹مه) په ورځ خپور شو په کې راغلي چې افغانستان په نړۍ کې یو له پنځو هېوادونو دی چې په تېر یوه کال کې په کې د خبریالانو زیاتې وژنې شوي.‎

په دغه راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۰ میلادي کال پیل نه تردې دمه په دغه هېواد کې لږ تر لږه د پنځو وژل شویو خبریالانو قاتلین نه دي معلوم.

‎دغه راپور زیاتوي مکسیکو، عراق ، افغانستان، هندوستان او پاکستان هغه هېوادونه دي چې د خبریالانو لپاره د هغوی د کار له امله یې پر وړاندې ګواښونه زیات دي.

افغانستان د خبریالانو لپاره یو له خطرناکو هېوادونو دی.
‎بل خوا د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه هم په دې وروستیو کې د خبریالانو د هدف ګرځېدو او وژنو په اړه اندېښنه ښیي.

‎د دغې کمېټې مشر نجیب شریفي ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو سره په خبرولو کې وویل چې دوی له یو شمېر خبریالانو، مدني فعالانو او په ټولنه کې له ټولو فعالو وګړو سره په ګډه د “خبریالان مه وژنئ” په نوم یو کمپاین پیل کړی.
ښاغلی شریفي زیاتوي: “د دغه کمپاین هدف دا دی چې موږ غواړو د ټولنیز ځواک له لارې په هغو کسانو چې خبریالان وژني فشار راوړو، موږ ګورو چې په دې وروستیو کې د خبریالانو وژنې زیاتې شوي دي او موږ یې په اړه شدیدا اندېښمن یو.”

‎ښاغلی شریفي وایي، د دې لپاره چې خبریالان او رسنۍ په ټولنه کې مهم رول لوبوي، اړتیا ده چې د ټولنې ټول وګړي د هغوی د حقونو لپاره عدالت غوښتنه او ترې ملاتړ وکړي.

‎د بې پولې خبریالانو په راپور کې راغلي چې سږکال په ټوله نړۍ کې ۵۰ خبریالان د هغو د کار له امله وژل شوي دي.

‎دغه راپور کې ویل شوي چې په تېرو لسو کلنو کې بیا په ټوله نړۍ کې۹۳۷ تنه خبریالان وژل شوي چې په خبره یې دا د بیان د ازادۍ لپاره ستر ګواښ بلل کېږي.

‎همدارنګه په دغه راپور کې د کرونا ویروس په اړه چې له امله یې سلګونه خبریالان په نړۍ کې مړه شوي هم ویل شوي دي، خو دا چې په دې ناروغۍ څومره ژورنالېستان اخته دي څرګند شوي نه دي.

‎د بې پولې خبریالانو په دغه کلني راپور کې په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د کار او دوی ته د ګواښونو په اړه اندېښنه شریکه شوې چې په دې وروستیو کې ښځینه خبریالانې زیاتې زیانمنې دي او دا د دوی پر کار منفي اغیز کړی.

په ۲۰۲۰ کال کې لږ تر لږه پنځه خبریالان وژل شوي دي چې د وژنو مسوولین یې معلوم نه دي.
‎که څه د بې پولې خبریالانو د دغه راپور په اړه تازه افغان حکومت څه نه دي ویلي، خو تېره ورځ ولسمشر محمد اشرف غني د کابینې په ناسته کې په هېواد کې د وروستیو هدفي وژنو موخه په هېواد کې د بې ثباتۍ، بې باورۍ او ځوان نسل د نهیلي کېدو لپاره بللي.

‎ولسمشرغني په دغه ناسته کې امنیتي مسوولینو ته سپارښتنه کړې چې د خبریالانو او په دې وروستیو کې نورو وژل شوېو وګړو عاملین دې پیدا او سزا ورکړل شي.

‎دا په داسې حال کې ده چې په شااوخوا تېرو دوو میاشتو کې د طلوع نیوز پخوانی خبریال یما سیاوش‌، په هلمند کې د ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو خبریال الیاس داعي، په غزني کې د الجزیزه خبریال رحمت الله نېکزاد، په ننګرهار کې د انعکاس ټلوېزیون خبریاله ملالۍ میوند او څو نور تنه مدني فعالین او ‌‌‌‌‌‌ډاکټران ووژل شول.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.