سپین بولدک کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه

 

ددامریکا غږ

د سپين بولدک او چمن تر منځ پر ډیورنډ کرښه د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته کې یو افغان سرحدي عسکر وژل شوی او ۲ تنه نور ژوبل شوي دي.

نښته نن ماپښین یوه بجه پيل شوې او د دواړو لورو ترمنځ جګړې ۲ ساعته دوام کړی .

پېښه دقیقآ د سپین بولدک او ښورابک ولسوالیو ترمنځ د سرو څاهانو په سیمه کې پر ډیورنډ کرښه رامنځ ته شوې .

د کندهار پولیس مقامات وايي چي لمړی افغان ځواکونو پر هغو وسله والو طالبانو برید وکړ چي پر ډیورنډ کرښه د پاکستاني ملېشه وو په مرسته افغاني لوري ته دتګ په هڅه کې وو .

د کندهار د امنیه قومندان سکرتر غورځنګ افریدي امریکاغږ اشنا را دیو ته وويل چي د سرو څاهانو په سیمه کې وسله والو طالبانړ پر موټر سائکلو باندي تګ کاوه او غوښتل يې چي د افغانستان لوري ته دا خل شي چي سرحدي پوليسو ورباندي برید وکړ .

کليپ غورځنګ “وسله وال زموږ د سرحدي پوليسو تر کشفي څار لاندي وو کله چي د پاکستاني ملېشه وو په مرسته هغوی را اوښتل سرحدي پوليسو ورباندي حمله وکړه او هغوی بیرته د کرښي پاکستاني لوري ته واوښتل چي پدې وخت کې پاکستاني ملېشه وو د وسله والو طالبانو په ملاتړ مداخله وکړه زموږ پر پوستو يې د درنو وسلو بریدونه وکړه موږ یو شهید لرو او ۲ زخمیان او له پاکستاني لوري معلومات نلرو.”

تر دې مخکې هم د کندهار په معروف ، ریګستان او ښورابک ولسوالیو کې د افغان او پاکستاني ملیشه وو ترمنځ بریدونه شوي .

تیره میاشت په معروف ولسوالۍ کې د پاکستاني ملېشه وو د راکټي بریدونو په غبرګون کې په کابل کې د پاکستان سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته ور غوښتل شوی وو او د افغان لوري اندېښنه ورته ښودل شوې وه .

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.