سپینه ماڼۍ وايي، باید د بلخ نوي والي ته ژر او په سوله ییز ډول واک وسپارل شي
تاند- سپینه ماڼۍ وايي، د افغانستان د بلخ د والي د چوکۍ پر سر روانه لانجه له نژدې څاري.
د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې په دې اړه ویل شوي، امریکا له ټولو خواوو غواړي چې نوي والي ته د واک سپارلو په اړه جنجال ژر او په سوله ییز ډول حل کړي.
سپینې ماڼۍ په دې برخه کې ځنډ د افغانستان د دښمنانو او تروریستانو په ګټه بللی دی.
په خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي ، دا لانجه باید په داسې ډول حل شي چې افغانان مطمین شي چې نوی والي امنیت ټینګوي د ملي یووالي حکومت د دوی په وړاندې پر خپلو ژمنو عمل کوي.
د سپینې ماڼۍ په وینا د دې مسلې په حل کولو کې تاوتریخوالي ته ځای نشته او هره خوا چې د دې مسلې حل ځنډوي، خپلې ګټې د افغانستان د خلکو تر ګټو غوره ګڼي.
په همدې حال کې عطا محمد نور د خپلې استعفا په اړه د مرکزي حکومت پرېکړه نه مني او وايي چې لا هم د بلخ د والي په توګه کار ته دوام ورکوي.
سپینه ماڼۍ همداراز وايي چې دا مسله باید د افغانستان د اساسي قانون په چوکاټ کې حل شي.
نظرات بسته شده است.