سولې ته تږی افغانستان، د سپټمبر ۲۱مه د سولې نړیواله ورځ لمانځي

 

دآزادی راډیو

د سېپټمبر ۲۱مه د سولې له نړیوالې ورځې سره برابره ده، خو په افغانستان کې اوس هم سوله نه‎ده راغلې.

د سولې د نړیوالې ورځې لمانځنه په‎داسې حال کې کېږي چې افغانستان اوس هم په جګړو کې ښکېل دی او هره ورځ په‎کې په چاودنو او ځان وژونکو حملو کې د خلکو د وژل کېدو خبرونه خپرېږي.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، افغانان نور له جګړو ستړي شوي او سوله‎ییز ژوند غواړي.

د دغې شورا مرستیال عطاءالرحمن سلیم د سولې د نړیوالې ورځې په مناسبت له ازادي راډیو سره په خبرو کې یو ځل بیا له وسله‎والو طالبانو وغوښتل چې د جګړې پر ځای، سوله هم تجربه کړي.
دی زیاتوي:

“سوله له افغانانو ورکه شوې، یوه قراني خوږه کلمه ده. په وسله‎والو مخالفینو مې غږ دی چې جګړه مو تجربه کړې، راشئ او یو ځل سوله هم تجربه کړئ. راشئ د بین‎الافغاني خبرو او مذاکراتو له لارې، هغه هدف ته چې ورپسې یاست، ورسېږئ.”

په افغانستان کې د سولې هڅې له کلونو راهیسې روانې دي، خو د دې هېواد خلک سولې ته چې ستره هیله‌یې ده، نه‎دي رسېدلي.

د روان میلادي کال د جولای په میاشت کې د عربستان د مکې او جدې په ښارونو کې د اسلامي نړۍ د عالمانو ناسته، په کابل کې د کابو ۳۰۰۰ دیني عالمانو ناسته چې د جګړې پر ضد یې فتوا ورکړه او په اندونیزیا کې د دیني عالمانو ناسته، د سولې د ټینګښت عمده هڅې ګڼل کېږي.
د اسلامي همکارۍ سازمان رئیس: باید افغانستان سولې او ثبات ته ورسېږي
همدا شان څو ورځې مخکې د «او. ای. سي» یا د اسلامي هېوادونو د همکارۍ د سازمان ناسته چې په سعودي عربستان کې جوړه او د افغانستان د سولې ملاتړ په‎کې شوی و، د سولې د هڅو یوه برخه وه.

له دغو ناستو دمخه د کعبې امام، د یوې جمعې په خطبه کې د افغانستان جګړه ورور وژنه ګڼلې او په‎دې هېواد کې يې د سولې دعا کړې ده.
په سعودي کې د عالمانو غونډې د افغانستان روانه جګړه ناروا بللې
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني څو ورځې مخکې د ارګ په یوې ناسته کې وویل، هېواد يې سولې ته نږدې شوې او دی چمتو دی چې په دې لاره له ځانه هم تېر شي.
نوموړي ویلي و:

“د افغانستان ټول خلک باید غږ پورته کړي چې د جګړې ختمېدل، د سولې ټینګښت، ثبات او عزت غواړي. که زما سر غواړي حاضر یم چې ور ېې کړم. د افغانانو ترمنځ مذاکرات غواړو ځکه چې سوله ملت پورې اړه لري او یوازې د دولت کار نه‎دی. تل‎پاتې سوله دقت غواړي او په‎دې لاره کې د لومړي ګام پورته کول جرأت دی.”
ولسمشر غني: سولې لپاره خپل سر نذرانه کوم خو دا یوازې د دولت کار نه‌دی
افغان حکومت د کابل د پروسې په ناسته کې چې د روان میلادي کال په لومړیو کې په کابل کې جوړه شوه، د وسله‎والو طالبانو بې قید او شرطه وړاندیزونه یې په‎کې مطرح کړل.

له دغو وړاندیزونو نه په ملي،سیمه‎ییزه او نړیواله کچه ملاتړ وښودل شو، خو طالبانو د پخوا په شان ټینګار وکړ چې له افغان حکومت سره نه بلکې، غواړي له امریکا سره خبرې وکړي.

بل‎خوا څو اوونۍ مخکې تأییده شوه چې د طالبانو یوه پلاوي په قطر کې له امریکایي چارواکو سره لیدلي او ادامه به ولري، خو تراوسه د دغو لیدنو د دوهم پړاو په اړه په رسمي توګه څه نه‎دي ویل شوي.
طالبان له امریکا سره د بل دور خبرو لپاره تیاری نیسي
د سیاسي چارو افغان پوه شهزاده مسعود، سره له‎دې چې د سولې لپاره شوې هڅې مهمې ګڼي وايي، تر اوسه په‎دې اړه یو واحد مېکانېزم موجود نه دی.
دی زیاتوي:

“د سولې په اړه په هېواد کې دننه هم نظریات مختلف دي او ځینې هېوادونه چې د افغانستان په سوله کې ښکېل دي هم دغه سوله د خپلو ځانګړو ګټو په پام کې نیولو سره غواړي. زما په نظر لومړی باید افغانان، بیا د سیمې او ورپسې د نړۍ هېوادونه د سولې په‎دې هکله خپل واحد دریځ غوره کړي.”

په روان لمریز کال کې د حکومت له‎خوا د کمکي اختر په ورځو کې له طالبانو سره د اوربند اعلان او په لوی اختر کې هغوی ته د مشروط اوربند وړاندیز د سولې هڅې دي چې ترسره شوي دي.

وسله‎والو طالبانو د کمکي اختر په ورځو کې دغه اوربند رعایت کړ، خو په لوی اختر کې یې ورته مثبت ځواب ونه وایه.

په ورته وخت کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي چې تېر کال د سولې له پروسې سره یوځای شو، شکایت کوي چې د حکومت او د دوی ترمنځ د توافق‎نامې مواد سم نه‎دي پلي شوي.

د دغه حزب د خپرونو د برخې یوه غړي فضل غني حقمل له ازادي راډیو سره په خبرو کې هیله وښوده چې په‎دې برخه کې ټولې شوې ژمنې عملي شي.

نوموړي زیاته کړه:

“له حزب‎اسلامي سره چې توافقات شوي، عمل پرې نه‎دی شوی او حکومت ېې په پلي کولو کې پاتې راغلی دی. هیله مند یو چې ژر تر ژره دغه توافق‎نامه عملي او وفا پرې وشي.”

خو افغان حکومت پخوا تر دې ویلي چې د دغو توافقاتو ځینې برخې عملي شوي او د ټولو د پلي کېدو لپاره کارونه روان دي.

سربېره پردې کابل ته د هلمندي ځوانانو پلی تګ او له کابله بیا تر مزار شریف پورې د دې لوڅې پښې تګ د سولې لپاره مهمه هڅه ګڼل شوې ده.

که څه هم طالبانو دغه حرکت بهرنۍ پروژه ګڼلې، خو دغه اقدام په افغانستان کې دننه او بهر ستایل شوي دي.

د سولې پلی کاروان
د سولې پلی کاروان
افغان حکومت پخوا تر دې ویلي چې د افغانستان د سولې لپاره په ملي، سیمه‎ییزه او نړیواله کچه اجماع رامنځته شوې چې دا یو ښه پرمختګ دی.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم دغه اجماع مهمه ګڼي، خو ټینګار کوي اوس هم ځیني هېوادونه ترورېزم پالي.
دی وايي:

“په هېواد کې دننه د بېلابېلو قشرونو ترمنځ او هم د سیمې او نړۍ په کچه د افغانستان د سولې په اړه اجماع موجوده ده، خو له بده‎مرغه په سیمه کې داسې هېوادونه شته چې د ترورېزم پالل‌یې د کارونو په دستور کې دي، خو په ټوله کې ډېر هېوادونه دي چې د سولې غوښتنې لپاره د افغانستان د ملت او دولت ملاتړ کوي.”

د افغانستان د سولې عالي شورا د لومړي رئیس برهان‌الدین رباني او د دغې شورا د غړي ارسلا رحماني وژل کېدل، د سولې د لارې مهمې قربانۍ دي.

خو له دغو ټولو سره سره، سوله چې د افغانستان د خلکو اساسي غوښتنه ده، تر اوسه تأمین شوې نه‎ده.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د افغانستان د سولې لپاره له خبرو پرته بله غوره لاره نه‌شته او دغه ذهنیت د شورا د غړو په خبره اوس عام شوی هم دی.

خو اوس د روسیې ناستې ته چې په پام کې ده په نږدې راتلونکي کې به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ جوړه شي، هیلې زیاتې شوي او وبه لیدل شي چې د سولې لپاره به څه نتایج ولري.

راپور: خان محمد سیند

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.