سوله او زموږ دریځ | ډاکتر فاروق اعظم

ډاکتر فاروق اعشم د افغانستان د سوله ییزبدلون ټولنی مشر ۲۸ لړم ۱۳۹۷
په نومبر ۲۰۰۸م کی می د افغانستان د سوله ایز بدلون د ټولنی په سوو غړو ته په کابل کی وویل چی روان جنګ یو تپلی ظالمانه جنګ دی چی ګټونکی نه لري؛ خو موږ به ډیر وځبل سو. د وتلو لار می د ټولني په نمایندګي ورته وړاندی کړه. څو میاشتي وروسته (۱۰ فبروری ۲۰۰۹) مو یو لوی سیاسی تحلیل نشر کړ چی امریکا او ناټو دا جنګ نه سي ګټلای. هغه وخت دا خبره پر ډیرو بده لګیده. په مئ ۲۰۰۹ کی می یو کتاب چاپ او نشر کړ «د افغانستان د بحران سیاسی حل». هلته می لیکی وه چی د جنګ اور به شمال ته ولاړ سي، اداری فساد او د تاریاک کښت به اوج ته ورسي، په ولس کی به بی اعتمادي زیاته سی، اخلاقي او ذهنی انحطاط به ډیر سي. د بحران د حل لار می یو بیطرف مؤقت حکومت وښود. د وخت ولسمشر ته می د مؤقت حکومت طرح، د بحران د حل په منظور د خپل منځګړیتوب او طالبانو ته په دننه هیواد کی د یو معقول ادرس د ورکولو وړاندیز وکړ. ولسمشر په ډیر ادب هغه طرح د مطالعی لپاره واخیسته؛ خوښه یی نه سوه. خو د دولت نورو خلکو منفی عکس العمل وښود.
په ۳ اګست ۲۰۱۰م مو د افغانانو په ابتکار او مشري دافغانستان د بحران د سیاسی حل طرحه په انګلیسی ژبه نړیوالو ته وړاندي کړه. په ۵ اکتوبر ۲۰۱۰ مو د افغانستان لپاره د لاري نقشه په نوم د یو بیطرف مؤقت حکومت د جوړیدو عملی میکانیزم وړاندی کړ او هغه مو جمهور رئیس ته ورکړ.
په ۱۱ اګست ۲۰۱۲ کی می په دوحة (قطر) کی د افغان بحران د حل لپاره د منځګړیتوب د ضرورت طرحه وړاندي کړه.
په ۲۹ جولای ۲۰۱۳ کی مو حکومت ته د ۲۰۱۴م ولسمشري انتخابات په عوض کی د یوه مؤقت حکومت وړاندیز وکړ چی د منفی غبرګون سره مخ سو.
په ۱۷ فبروری ۲۰۱۴ مو د «زموږ موقف» تر عندان لاندی یو لوی پریس کنفرانس راوباله او په لکونو پاڼی مو نشر کړی چی د ولسمشرۍ د غیرشفاف انتخابات په عوض کی دی د یو مؤقت حکومت لپاره کار وسي. حکومت منفی عکس العمل وښود. په ۳ اپریل ۲۰۱۴ کی می په قرغزستان کی په یو نړیوال کنفرانس کی د افغان بحران د حل لپاره د خپل منځګړیتوب او د یو مؤقت حکومت وړاندیز وکړ.
په ۲ مئ ۲۰۱۵ د پګواش په غونډه کی چی په قطر کی وسوه خپل موقف ووایه. هلته می د بحران د حل لپاره د منځګړیتوب او یو مؤقت بیطرف حکومت د جوړیدو ږغ پورته کړ. ولسمشر ته مو په ۱۹ مئ ۲۰۱۵م د سولي د تحقق په منظور ډیره سالمه مشوره ورکړه چی طالبان، دولت او دولت طالبان په رسمیت نه پیژنی. نو افغانانو ته دي د منځګړیتوب موقع ورکړه سي. د قطر پر غونډه می په پښتو او انګلیسی دوه کتابونه (د قطر د سولي په غونډه کی زما ونډه) په جون ۲۰۱۵ کی چاپ او نشر کړل. هلته ویل سویدی چی د افغانستان په بحران کی د چا لاسونه او ګټي دي او حل یی څه دی؟ په ۱۱ اکتوبر ۲۰۱۵ په مسقط عمان کی مو بیا خپل موقف بیان کړ.
په ۲۴ جنوري ۲۰۱۶م کی مو په دوحة قطر کی د پګواش په کنفرانس کی په افغانستان کی د سولی او امنیت په باره کی عملی وړاندیزونه وکړه. په ۶ ډسیمر ۲۰۱۶ کی می په اسلام آباد کی په یو نړیوال کنفرانس کی د سولي، منځګړیتوب او مؤقت حکومت خبره وکړه. په ۲۸ اپریل ۲۰۱۶م کی می په ارګ کی ولسمشر او د دولت مشرانو ته د سیاسی حل وړاندیز وکړ چی د مجلس او ولس لخوا خورا ښه بدرګه سو.
په ۱۳ اپریل ۲۰۱۷م کی مو د دولت رئیس ته د خواخوږۍ مشوره ورکړه چی تاسی د بحران د حل لپاره افغانانو ته د منځکړيتوب موقع ورکړی او موږ تیار یو په دغه مورد کی مرسته درسره وکړو. په ۲۰ اپریل ۲۰۱۷م مو دغه غوښتنه تکرار کړه. په ۱۹ مئ ۲۰۱۷ مو ولسمشر ته بیا د یو شرافتمنده سولی عملی مشوره ورکړه. په ۱۲ سپتمبر ۲۰۱۷ کی مو په اسلام آباد کی په یو نړیوال کنفرانس کی د یو مؤقت حکومت ږغ بیا پورته کړ.
په جولای ۲۰۱۸ کی می په هامبورګ کی یوی درنی غونډي ته وویل افغانستان د ستراتیجی داسی تغییر ته ضرورت لری چی د تیر ۱۶ کاله لاسته راوړني په نظر کی ونیول سي.
اوس چی ښاغلی داکتر زلمی خلیلزاد د افغانستان د یو سیاسی حل په منظور لګیا دی کار کوی، موږ یی ملاتړ کوو. د افغانستان د بحران د معقول حل یوازنی لار د یو مؤقت بیطرف حکومت تشکیل دی چی لاندي خصوصیات ولري:
۱. داسی یو افغان دي د بیطرف مؤقت حکومت مشر وټاکل سی چی د جنګ اړخونه، ګاونډیان او نړیوال ورڅخه ونه ویریږي، خو د هیڅ اړخ نماینده نه وي. په بیطرفۍ، مدیریت او پاکنفسۍ مشهور وي او د جنګ د هیڅ اړخ برخه نه وي پاته سوی . ددغه مؤقت حکومت موده دی د ۳-۵ کالو پوري وي. د حکومت مشر دي خپل کاري ټیم پخپله جوړ کړي او نړیوال دي د هغه مرسته وکړي.
۲. د افغانستان ځمکنی تمامیت او ملی حاکمیت دی نړیوال تضمین کړي.
۳. په افغانستان کی دي جنګ په قطعی ډول بند او د امریکا د حضور په باره کی دي یوه روښانه تګلاره ترسیم سي.
۴. د افغانستان د بیا ودانیدو لپاره دي یو خاص نړیوال صندوق جوړ سي.
۵. د پاکستان او ایران څخه دی افغان مهاجرین د نړیوالو په مرسته بیرته افغانستان ته راستانه سي.
۶. د افغانستان د ټولو خلکو څخه دي ثقیله وسله ټوله او تر هغه وروسته دي د عامو او شفافو انتخاباتو له لاري دغه مؤقت حکومت خپل ځای و منتخب حکومت ته پریږدي.
یادونه: ددغسی یو بیطرف مؤقت حکومت میکانزم زموږ سره سته.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.