سلیم: د سولې خبرو بریالي کېدو په هدف ملي اجماع رامنځته کېږي

 

دآزادی راډیو

د افغانستان د سولې عالي شورا د خپلې نوې ستراتېژۍ پر بنسټ، په پام کې لري چې د سولې د خبرو د بریالي کېدو په هدف د دغې شورا مشرتابه ټولو ولایتونو ته سفر وکړي او یوه ملي اجماع رامنتځه کړي.

د سولې د عالي شورا مرستیال عطاالرحمان سلیم د پنجشبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې له سیمه ییزو چارواکو، اغېز لرونکو شخصیتونو علماوو، سپین ږیرو او ځوانانو سره د سولې د عالي شورا د نوې ستراتېژۍ شریکول، د سولې غږ عامول او له خلکو سره د یادې شورا د کاري لوري مطرح کول، ولایتونو ته د دغې شورا د مشرتابه پلاوي د سفر مهم ټکي دي.
نوموړي زیاته کړه:

“په پام کې لرو چې د سولې د شورا د مشرتابه پلاوی ټولو ولایتونو ته سفرونه ولري او دغې شورا نوې ستراتېژي له چارواکو، د ولایتونو د مشرتابه له رئیسانو، د سولې د عالي شورا له غړو، سپین ږیروو، عالمانوو، ځوانانو، ښځو او نارینوو سره شریکه کړي او په دې توګه موږ د سولې د بهیر په برخه کې یوې ملي اجماع ته ورسېږو.”

ښاغلي سلیم وویل، د سولې د عالي شورا د ولایتي کمېټو کارونه چې له شا او خوا دوو کلونو راهیسې ځنډېدلي وو بیا پیل شوي او ټاکل شوې چې د سولې د عالي شورا د نوې ستراتېژي د اساسي کرښو د شریکولو په هدف ټول ولایتي رئیسان کابل ته راوغوښتل شي.

د نوموړي په وینا، د سولې د عالي شورا ولایتي کمېټوو ته درې میاشتې وخت ټاکل شوی چې له وسله والو مخالفینو سره د سولې خبرو د پیلولو د څرنګوالي، د ملي اجماع د جوړولو او د سولې د فرهنګ د ترویجولو په برخه کې خپلې کړنې ثابتې کړي، که نه نو د ده په خبره فعالیتونه به یې بیا ودرول شي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ په ارګ کې د سولې د عالي شورا د مشرتابه له پلاوي سره په لیدنه کې له دوی وغوښتل چې د ټول هېواد په کچه د سولې د ټینګښت لپاره هڅې وکړي.
د سولې د عالي شورا رئیس محمد کریم خلیلي هم ډاډ ورکړی چې د سولې په بهیر کې به د افغانستان ټول خلک خپل استازي وګوري او دغه بهیر به په پراخ ډول سره مخته یوسي.

په ورته وخت کې د چارو یو شمېر څېړونکي، وايي ممکن په اوږدمهالي کې د سولې د عالي شورا دغه فعالیتونه ګټور تمام شي، خو ټینګار کوي چې دغه کارونه باید نمایشي نه وي.

د چارو پوه حسیب الله شینواري وویل:

“دا د دوی په پلان او ستراتېژۍ پورې اړه لري چې دوی غواړي له کوم طریقه خپل فعالیتونه مخته یوسي، که دوی په دغه نوي پلان کې له دې امله چې په مؤثر ډول له ټولنې سره کار وکړي، خلکو سره د بحث زمینه برابره کړي او عملي فعالیتونو ولري خپلې کړنې بدلوي، امکان لري چې په اوږدمهالي کې ښه اغیز ولري، خو که نمایشي نه وي.”

د افغانستان د سولې عالي شورا له دې امله تل له انتقادونو سره مخ شوې چې اغېزمن فعالیتونه یې نه درلود.

خو دغې شورا په وار وار د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي سره سوله په خپلو سترو لاسته راوړنو کې شمېرلې او د یادې شورا رئیس او د مشرتابه پلاوي ویلي چې ولس به د سولې په برخه کې د دوی د لا فعالیتونو او نورو پرمختګونو هم شاهدان اوسي.

راپور: اجمل تورمان

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.