سرچینه: ولسمشر غني د «ISI» له مشره د عملي اقداماتو غوښتنه کړې

 

دآزادی راډیو

له افغان چارواکو سره د پاکستان د استخباراتو د رئیس نوید مختار له لیدنې وروسته د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له هغه غوښتي چې د ټولو هغه شواهدو او اسنادو په اړه اقدام وکړي چې پخوا پاکستاني چارواکو ته سپارل شوي دي.

یوې معتبرې حکومتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته ویلي ښاغلي غني له نوید مختار سره په تونده لهجه خبرې کړې او ورته یې ویلي تر هغې به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ښې نه شي، څو پاکستان د افغان حکومت د مهمو غوښتنو لپاره اقدام ونه کړي
د دغې سرچینې په وینا افغان ولسمشر محمد اشرف غني ښاغلي مختار ته ویلي د کندهار د مېلمستون د پېښې د عاملینو پر وړاندې چې د کندهار مرستیال والي د متحده عربي اماراتو څو ډيپلوماټان په کې وژل شول اقدام وکړي.

محمد اشرف غني د پاکستان د استخباراتو رئیس ته ویلي احمد کندهاری چې په کابل کې د افغانستان په امریکايي پوهنتون حمله طرحه کړې په کوټه کې اوسېږي او همدا شان د هغو کسانو پر وړاندې چې په افغانستان کې په نظامي مرکزونو باندې انتحاري او ډلیزې حملې کوي پر وړاندې باید هڅې وشي.

همدا رانګه ښاغلي غني نوید مختار ته ویلي چې پر شاهین قول اردو باندې شوې حمله هم په پېښور کې طرح او پلان شوې وه او د عاملینو پر وړاندې باید اقدام وشي.

د افغان حکومت سرچینې ویلي افغان ولسمشر د پاکستان د ا ستخباراتو مشر ته ویلي په افغانستان کې د وسله والو طالبانو له لوري د منصوري پسرلني عملیات چې څو ورځې وړاندې پيل شول، قومانده یې د پاکستان له کراچۍ، کویټې، پېښور او شمالي وزیرستان څخه ورکول کېږي چې باید مخنیوی یې وشي.

دغې حکومتي سرچینې ویلي د کابل په غوښتنو کې د هغه ۸۵ کسیز لېست کسانو خبره هم مطرح شوه چې افغان حکومت یې له پاکستانه د ورسپارلو غوښتنه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د استخباراتو رئیس نوید مختار د سې شنبې په ورځ کابل ته راغی او له افغان ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او یو شمېر نور افغان چارواکو سره لیده کاته وکړل او په همدې ورځ بېرته اسلام اباد ته ستون شو.

له دې وړاندې د پاکستان د پارلمان یوپلاوی کابل ته راغلی و اوله افغان ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د افغانستان د ملي شورا له ځینو غړیو سره ملاقاتونه درلودل.
د پاکستان د پارلمان رئیس ایاز صادق چې د دغه پلاوي مشري یې کوله له ستنېدو وروسته په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې له افغان چارواکو سره یې د لیدنو کتنو نتایج ښه و.

د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې وروسته له هغې کړکېچنې شوې چې افغان چارواکو پاکستان د کابل پر وړاندې په دومخي سیاست تورن کړ.
راسره ملګري شئ
اړيکه
زموږ سره اړیکې
د انډرایډ/ ای. او. اس/ ځیرک ټلوېزیونونو لپاره د ازادي راډیو اپلېکېشن
معلومات
زموږ په اړه

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.