سرچینه: بريتانیا افغانستان ته د غیرمحاربو ځواکونو استولو ته تیار دی

 

دآزادی راډیو

د بریتانیا یوې حکومتي سرچیني ویلي چې بریتانیا چمتو ده د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې افغانستان ته اضافي غیر محارب ځواکونه واستوي.

د فرانسپریس خبري اژانس د راپور له مخې دې سرچینې ویلي دي چې افغانستان ته د نورو ځواکونو د استولو هدف په افغانستان کې د ناټو له ماموریت سره د بریتانیا د ژمنو د دوام ښودل دي.

دې سرچینې چې د فرانسپریس په آژانس کې یې نوم نه‎دی ښودل شوی، نه دي ویلي چې په کوم شمېر اضافي بریتانوي سرتېري به افغانستان ته واستول شي خو څرګندوي چې بریتانیا چمتو ده د نورو سرتېرو د استولو په وسیله د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې د وسله‎والو مخالفینو پر ضد په مبارزه کې له افغان حکومت سره مرسته وکړي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د موضوع په اړه تراوسه په رسمي ډول دوی ته خبر نه‎دی ورکړل شوی.

د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش تېره شپه له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دا وزارت د افغان ځواکونو د روزنې او هغو ته د سلا مشورو په مقصد افغانستان ته د نورو ځواکونو د استولو هرکلی کوي.
ښاغلي رادمنش زیاته کړه:

“بریتانیا د ناټو په څنګ کې په افغانستان کې غیرنظامي فعالیتونه کوي، یعنې د ښوونې او روزنې، له قوماندانانو سره د سلا مشورو او د هوايي فعالیتونو په برخو کې له موږ مرسته کوي. اوس که په راتلونکي کې افغانستان ته بهرني سرتیري استول کېږي، په دې درېیو برخو کې د افغانستان له ملي اردو سره همکاري کوي.”

افغانستان ته د اضافي بریتانوي سرتېرو د استولو د احتمال خبر په داسې حال کې ورکول کېږي چې هم په واشنګټن کې هم د څو زره اضافي امریکايي پوځیانو د استولو په اړه بحثونه روان دي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار مک‎مسټر تېره اوونۍ وویل، ولسمشر ډونالډ ټرمپ به بهر ته د خپل لومړني سفر په ترڅ کې دا فرصت ترلاسه کړي چې په دې اړه د امریکا د متحدانو نظر هم واخلي او ښاغلي ټرمپ د دې سفر په ترڅ کې پرون په بروکسل کې د ناټو په سرمشریزه کې ګډون وکړ.

بریتانیا په تېرو کلونو کې له متحدو ایالاتو وروسته په افغانستان کې تر ټولو زیات پوځي ځواکونه درلودل خو وروسته له دې چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې ډېره برخه نړیوال ځواکونه له افغانستانه ووتل، یوازې ۵۰۰ بریتانوي سرتیري پاتې شول چې اوس مهال د افغان ځواکونو د روزنې په برخه کې کار کوي.
اړوند مطالب
کټوازی: د امریکايي سرتېرو استولو پر ځای دې افغان ځواکونه پیاوړي شي
کټوازی: د امریکايي سرتېرو استولو پر ځای دې افغان ځواکونه پیاوړي شي
افغانستان ته د څو زره امریکایي پوځیانو پر لېږلو نړيوالې تبصرې
افغانستان ته د څو زره امریکایي پوځیانو پر لېږلو نړيوالې تبصرې
افغانستان ته د اضافي بهرنیو سرتېرو لېږل به څومره طالبان مات کړي؟
افغانستان ته د اضافي بهرنیو سرتېرو لېږل به څومره طالبان مات کړي؟
جېمز اپاتورای: افغان ځواکونو پرېنه‌ښود چې هېواد یې د ترورېستانو ځاله شي
جېمز اپاتورای: افغان ځواکونو پرېنه‌ښود چې هېواد یې د ترورېستانو ځاله شي
دفاع وزارت، بروکسل کنفرانس کې د خپلو وړاندیزونو د منل کېدو تمه لري
دفاع وزارت، بروکسل کنفرانس کې د خپلو وړاندیزونو د منل کېدو تمه لري

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.