زاخېلوال: کابل او اسلام اباد له اړیکو ښه کولو پرته بله لار نه‌لري

 

 

دآزادی راډیو
په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر خوشبیني ښودلې چې د بریتانوي ډیپلوماټ منځګړیتوب به وکولی شي د افغانستان او پاکستان د اړیکو پر ښه کولو مثبت اغېز ولري.

عمر زاخېلوال ازادي راډیو ته وویل چې دا د بریتانیا د حکومت د تېرو هڅو په دوام د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شته بې باورۍ د له منځه وړلو یوه نوې هڅه ده چې پخپله د بریتانیا په ابتکار شوې ده.

نوموړی وایي، که څه هم د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکو په ښه کولو کې د بریتانیا پخوانۍ هڅې کامیابې نه وې، خو د ده په خبره دا په دې معنی نه ده چې درېیم ګړي هېوادونه باید له دې هڅو لاس واخلي.

عمر زاخېلوال له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل افغانستان او پاکستان له روانو ناخوالو څخه د راوتلو لپاره د اړیکو د ښه کولو پرته بله لار نه لري.
نوموړي زیاته کړه:

“په نهایت کې افغانستان او پاکستان بله لار نه لري مګر دا چې له موجوده وضعیت څخه د وتلو لپاره یو مثبت جهات پیدا کړي، روان وضعیت د بې اعتمادۍ فضا او د دواړو لورو ترمنځ اتهامات دي چې دا د دواړو هېوادونو پر وضعیت اغېز لرلی شي، له همدې کبله درېیم ګړي هېوادونه هغه څوک چې مشترک دوستان دي دا هڅې کوي، کال په کال داسې فرصتونه رامنځته کېږي چې هیله بخښونکي وي، نو کېدای شي داسې فرصتونه وه چې دوی یې هڅولي یو ځل بیا خپل منځګړیتوب وازمایي.”

په کابل کې د بریتانیا سفارت د پنجشنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې وویل چې دومینیک جرمي د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو په اسلام اباد کې د پاکستان له صدراعظم نواز شریف، د پوځ له لوی درستیز قمر جاوید باجوه، د بهرنیو چارو وزیر اعزاز احمد چوهدري، د صدراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز او د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار ناصرخان جنجوا سره ولیدل.

په اعلامیې کې راغلي چې په دې لیدنو کې په دې اړه چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو د ښه کېدو لپاره د سرحدونو مدیریت او ښه سوداګري څرنګه اهمیت لرلی شي، بحثونه شوي دي.

دغه راز پاکستاني رسنیو راپورونه ورکړي چې د دغه هېواد چارواکو له دومینیک جرمي سره په دې لیدنه کې د افغانستان د سولې هڅو په برخه کې د اسلام اباد ملاتړ ښودلی دی.

په کابل کې د بریتانیا سفیر دومینیک جرمي تېره اوونۍ له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې ټینګار کړی وو چې د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو لپاره ضروري ده چې پخپلو کې د همکاریو لپاره کار وکړي.
نوموړي زیاته کړه:

“د افغانستان او پاکستان ترمنځ ښې اړیکې د بریتانیا جدي لومړیتوب دی ځکه دا له اقتصادي نظره د دواړو هېوادونو لپاره ډېره مهمه موضوع ده، پاکستان ته یو سفر لرم او هدف یې دا دی چې د افغانستان او پاکستان له حکومتونو سره کار وکړو چې په ځینو برخو کې تخنیکي همکارۍ ولري چې دا همکاري بیا د سیاسي همکاریو لپاره هم لار هواره کړي، پوهېږم دا د دواړو هېوادونو لپاره ستونزمنه ده، خو مهمه هم ده.”

دغه بریتانوي ډیپلوماټ هیله وښوده چې د امریکا نوې اداره هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اعتماد جوړولو برخې ته توجه وکړي.

په نړیواله کچه د افغانستان – پاکستان د اړیکو ښه کولو ته هڅې کېږي

دا څرګندونې داسې مهال شوي چې د افغان حکومت اجرائیه ریاست د پنجشنبې په ورځ یو ځل بیا پر پاکستان د ترهګرۍ د ملاتړ تور ولګاوه، خو ټینګار یې وکړ چې افغان لوری غواړي له پاکستان سره خپلې ستونزې د خبرو له لارې هوارې کړي.

د کابل او اسلام‎اباد اړیکې وروسته تر هغې لا ډېرې خړې پړې شوې چې د افغان چارواکو په وینا پاکستان هغه ژمنې چې په څلور اړخیزو غونډو کې د سولې خبرو ته د طالبانو د هڅولو په برخه کې کړي وې عملي نه کړې.

دغه راز افغان حکومت پاکستان په دې تورنوي چې په افغانستان کې څو وروستۍ خونړۍ حملې په هغه هېواد کې پلان شوي وي، خو پاکستان دا تورونه ردوي.
تر دې وړاندې هم افغان چارواکو په وار وار د پاکستان پر سیاستونو انتقاد کړی او دا یې ویلي چې پاکستان د افغانستان د سولې پروسه کې رښتینې همکاري نه‎کوي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.