زابل کې شپږ سیمه ییز پولیس د خپل همکار له خوا وژل شوي

 

دامریکاغږ

د زابل په ولایت کې امنیتي چارواکي وايي، چې تیره شپه یو سیمه ییز پولیس د دغه ولایت د شینکۍ په ولسوالۍ کې په یوه پوسته کې په خپلو شپږ ملګرو دزې کړي چې له امله شپږ سیه ییز پولیس وژل شوي دي.

دا چارواکی وایي، چې بریدکوونکی پولیس د برید وروسته له سیمې تښتیدلی دی.

پېښه د شينکی ولسوالی د سيوري په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو په يوه پوسته کې تېره شبه رامنځ ته شوې ده.

د زابل ولایت د امنیت امر سمونوال غلام جیلاني فراهي امریکا غږ اشنا راډیو ته پیښه تائید کړه او ویې ویل چې دې پخپله دغې سیمې ته دپیښې د پلټنې لپاره تللی دی.

د زابل د پوليسو يوه منصبدار د نوم نه ښودلو په شرط امريکاغږ ته وويل چې په بريد کې لومړی پنځه تنه پولیس وژل شوي وو او یو تن ټپي شوی و چې ټپي شوي پولیس بیا ورورسته د اخیستو ټپونو له امله ساه ورکړه.

دغه امنیتي چارواکي وویل چې دا پیښه د سيوري د لوټې په امنيتي پوسته کې شوې خو دا لا څرګنده نه ده چې بريد کونکي دا برید له مخالفينو سره د اړيکو لرلو له امله کړی او که د کومې خپل منځي ستونزې له امله یې کړی دی.

دغه چارواکی وایي، دا به د پلټنو په پایله کې روښانه شي.

تر او سه کومې ډلې د دې برید مسئوليت په غاړه نه دی اخیستی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.