روسیې یو وار بیا وویل چې د مسکو په غونډه کې د افغانستان د ګډون ځواب ته انتاظر ده

 
تاند- روسیه وايي، لا هم د افغانستان د سولې په اړه د مسکو په کنفرانس کې د ګډون لپاره د افغانستان ځواب ته انتظار باسي.

روسیې د امریکا په شمول ۱۲ هیوادونه او دغه راز وسله وال طالبان دې کنفرانس ته بللي دي خو امریکا روانه اوونۍ وویل چې د مسکو په کنفرانس کې ګډون نه کوي او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم د چهارشنبې په ورځ وویل چې افغانستان به د مسکو غونډې ته خپل استازي ونه لېږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې افغانستان به د دې پر ځای چې د یوه بل هیواد له لارې له طالبانو سره د خبرو هڅه وکړي، په خپله به له طالبانو سره د مخامخ خبرو هڅه وکړي.

خو له دې سره سره د روسیې د باندنیو چارو وزارت ویندویې ماریا زاخاروفووا د پنجشنبې په ورځ /اګست ۲۳/ وویل، مسکو لا هم د افغانستان په اړه د کنفرانس د ګډونوالو د لیست په نهايي کولو کار کوي او د کابل رسمي ځواب یې لا نه دی ترلاسه کړی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.