روسي چارواکي وايي، طالبان په زور واک نه شي ترلاسه کولی

 

تاند (جمعه، د اسد ۸) روسي چارواکي وايي، د دې احتمال ډېر لېرې دی چې طالبان دې په افغانستان کې واک ترلاسه کړای شي.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، په ملګروملتو کې د روسیې د دایمي استازي لومړي مرستیال دیمیتري پولیانسکي پرون /پنجشنبه په نیویارک کې یوې خبري غونډې ته وویل«د اوس وخت لپاره دا خورا لېرې احتمال دی چې طالبان به په زور واک ترلاسه کوي او موږ هیله لرو چې د ملي روغې جوړې پروسه به پیلېږي چې په نتیجه کې به یې د ملي تړون حکومت جوړ شي او موږ ډېر لېواله یوو چې له نورو لارو، په ځانګړي ډول د ترویکا له چوکاټ څخه په دې طرحې کې ونډه واخلو. د ترویکا غونډه به فکر کوم ژر په دوحه کې جوړه شي.»

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف هم پرون / پنجشنبه دا احتمال چې طالبان به ټول افغانستان ونیسي ډېر لږ وباله.

کابلوف وویل، فکر نه کوي چې طالبان دې افغانستان ونیولی شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.