روسيه : طالبان دې له تاوتريخوالي لاس واخلي

 

کابل (پژواک، ٢٥ مرغومى ٩٥):روسيه وايي چې د افغانستان وروستي ناوړه ترهګريز بريدونه غندي او له وسله والو طالبانو يې وغوښتل چې له تاوتريخوالي لاس واخلي.

روسيې دا څرګندونې وروسته له هغه کړې دي چې تېره اوونۍ په کابل، کندهار او هلمند ولايتونو کې د ځانمرګو بريدونو له امله تر ٥٠ زيات کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول.

د کندهار ولايت مقام په بريد کې مرستيال والي او د متحده عربي اماراتو پنځه ديپلوماټان له يو شمېر نورو چارواکو او د ملي شورا دوو غړو سره ووژل شول، والي، د اماراتو سفير او يو شمېر نور چارواکي او سوداګر ټپيان شول.

په کابل کې د روسيې سفارت لخوا پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ياد بريدونه په کلکه غندل شوي دي.

سرچينې زياته کړې:(( موږ دغه ناوړه جرمونه چې د ترهګرو لخوا ترسره شوي په کلکه غندو، دا ډول بريدونه د هېڅ ډول توجيه وړ نه دي.))

د روسيې سفارت د بهرنيو ديپلوماټانو په ګډون د يادو پېښو د قربانيانو کورنيو ته د تسليت مراتب وړاندې کړي دي .

روسيې د يادو بريدونو د پلان کوونکو او طراحانو د محاکمې غوښتنه کړې ده.

په خبرپاڼه کې روسيې د افغانستان د شخړې له ټولو خواوو او په ځانګړې توګه د طالبانو له مشرانو غوښتي چې له تاوتريخوالي لاس واخلي او د بين الافغاني مذاکراتو د پروسې برخه وګرځي.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې د وسله والو طالبانو او روسيې ترمنځ اړيکې غښتلې شوې او راپورونه وايي چې روسيه له وسله والو طالبانو سره مالي او پوځي مرستې هم کوي.

طالبانو او روسيې هم د اړيکو لرلو راپورونه تاييد کړي دي.

د کندوز پخواني والي انجنير عمر په يوه تازه مرکه کې ادعا کړې چې د کندوز ښار په سقوط کې روسيې لاس درلود او د روسيې انجنيرانو په تاجکستان کې د طالبانو پوځي وسايل ترميم کړي دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.