راپور: غني کندهار ته ننني سفر کې څه وکړل؟

 

تاند: ولسمشر کندهار ته خپل ننني سفر کې ویلي، د سولې پروسه کې به د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر سر هیڅ ډول معامله ونه کړي.
ولسمشر د ۲۰۵ اتل قول اردو سرتېرو ته نننۍ وینا کې ویلي، سولې ته به راتلونکو دوه میاشتو کې ډېرې هلې ځلې وکړي خو څوک به دې ته پرېنږدي چې د ملي ځواکونو لیکې وپاشي او شمېر یې راکم کړي.
ولسمشر دغه راز کندهار ته د سفر په ترڅ کې نن لومړی د کندهار هوايي ډګر د احمدشاه ابدالي په نوم کړ او زیاته یې کړه پر دغه هوايي ډګر به درې چنده پانګونه وکړي.
ولسمشر ویلي، غواړي چې احمدشاه ابدالي هوايي ډګر د سیمې د سوداګرۍ لپاره د وصل په نقطه بدل شي او له همدې ځایه د کندهار تولیدات خلیج، اروپا او نورو هېوادونو ته صادر شي.
وروسته ولسمشر غني د کندهار ښار تر دوه لارې (دوراهي) پورې د هوایي ډګر واټ پرانیست او هغه یې د سترجنرال عبدالرازق په نوم ونوماوه.
دغه واټ واټ د ۱۶،۱۴ کیلو مترو په اوږدوالي او د ۶۹،۲ مترو په عرض د ۲،۸ میلیارده افغانیو په ارزښت د دولت له پراختیایي بودجې څخه جوړ شوی دی.
ولسمشر دغه راز د کندهار د ۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا شبکه د دغه ولایت د مشرانو او مقاماتو په حضور کې پرانیسته او زیاته یې کړه کندهار لا هم سلګونه میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري.
د هیواد جمهوررئیس وویل، د برېښنا د دغې شبکې پرانیسته به د کندهار ولایت د پیداوار په ځانګړي ډول د کندهار د انارو او انګورو پر زیاتوالي او ساتنې زیات اغیز ولري.

د ورځې په پای کې د کندهار امنیتي مسؤولینو ولسمشر ته د سویل زون او په ځانګړي ډول د کندهار د عمومي امنیتي وضعیت راپور وړاندې کړ.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.