راپورونه: غني د حقاني شبکې د ۱۱ غړیو د اعدام حکم توشیح کړ
دآزادی راډیو
یوې حکومتي سرچینې چې نهیې غوښتل نومیې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې د حقاني شبکې او د طالبانو د ۱۳ تنو غړو نوملړ چې په اعدام محکوم شوي دي د توشېح لپاره ولسمشر ته رسېدلی دی.
دغه سرچینه زیاتوي چې تر اوسه ولسمشر د دغو کسانو د اعدام حکم نهدی توشېح کړی.
یو شمېر ناتائید شوي راپورونه وايي چې ولسمشر د حقاني شبکې او طالبانو د ۱۱ تنو غړو د اعدام حکم توشېح کړی دی.
دا په داسې حال کې ده تېره ورځ د کابل ښار په وزیر محمد اکبر خان مېنه کې د یوه ټانکر موټر د چاودنې له امله لسګونه ملکي وګړي ووژل شول او په سلګونو نور ټپیان شول.
د افغانستان د ملي امنیتي عمومي ریاست وویل چې یاد برید د وسله والو طالبانو یوې څانګې حقاني شبکې تر سره کړی دی.
تر یادې چاودنې وورسته ګڼو مدني بنسټونو او د افغان حکومت یو شمېر پخوانیو چارواکو د یادې چاودنې په عکس العمل کې له افغان حکومت نه د حقاني شبکې د زنداني غړو د اعدام غوښتنه وکړه.
دا په داسې حال کې چې تېر کال هم افغان حکومت د کابل پل محمود خان سیمه کې د رجال برجسته د حفاظت پر ریاست تر انتحاري حملې وروسته د حقاني شکبې ۶غړي اعدام کړل.
نظرات بسته شده است.