د کندهار پر امنیه قوماندانۍ د طالبانو د برید پر وړاندې عملیات پای ته رسېدلي

 

د کندهار پر امنیه قوماندانۍ د طالبانو د ډله‌ييز برید پر وړاندې د افغان ځواکونو تصفيوي عملیات پای ته رسيدلي دي.

د کندهار ولایت د والي ویاند احمد بهیر احمدي وايي، د پيښې په ځای کې د هغو پاتې سخت دريځو لټون هم دوام لري چې په تصفیوي عملیاتو کې ښايي نه‌وي په نښه شوي.

نن د پنجشنبې په ورځ د کندهار د امنیه قوماندانۍ په ختیځه دروازه کې موټر بم چاودنه وشوه او وروسته ډله‌ييزه حمله پیل شوه.

تر چاودنې وروسته یو شمېر حمله کوونکي تر دروازې تېر شول چې د پولیسو له سخت مقاومت سره مخامخ شول.

وسله والو طالبانو د دې برید مسؤلیت منلی دی.

د کندهار پر امنیه قوماندانۍ د طالبانو ډله‌ییز برید روان دی.

ویل کېږي د امنیه قوماندانۍ په ختیځه دروازه کې موټر بم چاودنه وشوه او وروسته ډله‌ییزه حمله پیل شوه.

امنیه قوماندانۍ په کندهار کې عینو مينې ته نېږدې موقعیت لري.

د کندهار ولایت د والي ویاند احمد بهیر احمدي وايي، د امنیه قوماندانۍ په دروازه کې د ايښودل شوي بم تر چاودنې وروسته یو شمېر حمله کوونکي تر دروازې تېر شول چې د پولیسو له سخت مقاومت سره مخامخ شول.

ښاغلی احمدي وايي، پولیس هڅه کوي چې د ننوتلو په دروازه کې حمله کوونکي له منځه یوسي.

په همدې حال کې طالبانو د دې حملې مسؤلیت پر خپله غاړه اخېستی دی.

زبیح الله مجاهد چې ځان د طالبانو ویاند معرفي کوي، ازادي راډیو ته وويل چې تر موټر بم حملې وروسته یو شمېر وسله‌وال کسان امنیه قوماندانۍ ته ننوتل او د پولیسو له ځواکونو سره په نښته بوخت دي.

د کندهار د عینو مینې مخې ته تر بمي چاودنو وروسته حمله روانه ده.

راپور وايي چې د کندهار د عینو مینې نېږدې یوه لویه چاودنه وشوه.

د کورنيو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي څو شېبې مخکې ازادي راډیو ته وويل:”ویل کېږي د امنیه قومانداني په شمالي دروازه کې موټر بم چاودنه وشوه او وروسته ډله‌ییزه حمله پیل شوه.”

نښته اوس هم دوام لري.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.