د کانګریس مخکښ غړي د پاکستان په خاوره کې د ترورویستي مرکزونو د بمباري کېدو غوښتنه وکړه

 

 

تاند- د امریکا د کانګریس یوه مخکښ غړي په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنو د پای ته رسولو لپاره غوښتنه وکړه چې د دغه هیواد پر ضد د حملو په شمول دې له هیڅ راز فشاره ډډه ونه شي.

د متحدو ایالتونو د سنا جرګې جمهوریپال غړي اډم کینزینګر (Adam Kinzinger) وویل، امریکا باید له هر هغه اقدامه کار واخلي چې پاکستان په افغانستان کې د متحدو ایالتونو د ستراتیژۍ رعایتولو ته اړباسي؛ حتی که په دې اقداماتو کې له پولو اوښتو او د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو ځپلو ته اړتیا وي باید ورڅخه مخ وانړول شي.

ده له ولسمشر ټرمپه وغوښتل چې پر پاکستان بمبارۍ بیا شروع کړي او د پاکستان په خاوره کې هغه سیمې په نخښه کړي چې ترهګر پکې پناهځایونه او مرکزونه لري.

کینزینګر په افغانستان کې د پاکستان د رول په اړه د ولسن سنټر (Woodrow Wilson Center) د رييس جین هارمن د پوښتنې په ځواب کې وویل«که په دې اقداماتو کې د پاکستان د هڅولو لپاره له دغه هیواد سره زیاتې مرستې او یا د مرستو بیخي درول شامل وي، فکر کوم چې ودې شي، سم کار دی.»

کینزینګر تاکید وکاوه، باید بالاخره معلومه کړو چې د ضرورت په صورت کې له دیورنډ کرښې اوړو؛ ځکه چې پاکستان کافي اقدامات نه کوي.

ده هیله څرګنده کړه چې ولسمشر ډانلډ ټرمپ په افغانستان کې خپله ستراتیژي له سره وارزوي او پاکستان ته هم پکې ښه پام وکړي.

د کانګریس دغه جمهوریپال غړي وویل چې ښايي د پاکستان په اړه په ستراتیژۍ کې د ګازرې او سوټي (تنبه او تشویق) پالیسي په نظر کې نیول شوې وي او باید د پاکستان په خاوره کې د طالبانو، حقاني، القاعده شبکې او نورو تروریستي ډلو هدفونه وویشتل شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.