د کابل په ننۍ چاودنه کې لږترلږه ۵ تنه شهیدان شوي

 

د وروستیو راپورونو له مخې د کابل پر دارالامان واټ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د مامورینو د سپرلیو پر بس په چاودنه کې لږترلږه ۱۰ تنه شهیدان شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویندوی وحیدالله مایار وايي چې د کابل روغتونونو ته د پېښې له ځایه ۹ ټپیان رسول شوي دي.

مایار د ۵ تنو شهادت هم تایید کړ.

تراوسه پورې تروریستي ډلو د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو د کابل وروستي تروریستي بریدونه د داعش په نوم کېږي او طالبان نن سبا له امریکایانو سره د سولې پر خبرو بوخت دي.

په کابل کې بیا چاودنه شوې
تاند- په پلازمېنه کابل کې نن یو وار بیا انتحاري برید وشو او د لومړنیو معلوماتو له مخې د دې برید هدف ملکي مامورین دي.

امنیتي چارواکي وايي چې د ماسپښین په یوه بجه او ۳۰ دقیقې پر دارالامان واټ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د خپلواک کمیسیون د ملکي مامورینو پر بس برید شوی چې په نتیجه کې یې مرګ ژوبله پېښه شوې ده.

تراوسه پورې د مرګ ژوبلې د شمېر په اړه کره معلومات نشته.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی نصرت رحیمي وايي چې دا چاودنه هم د پرونۍ هغې په شان د مقناطیسي بم وه.

ویل کېږي چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د کمیسیون له لوري په کرایه شوي موټر پوري مقناطیسي بم نښلول شوی و.

طالبان ظاهراً له امریکایانو سره د سولې په خبرو بوخت دي او په کابل کې وروستۍ حملې د داعش په نوم کېږي. د پرونیو حملو مسوولیت هم داعش په غاړه واخیست.

پرون د کابل په میرویس میدان کې پر یوه کاسټر موټر، چې محصلان پکې سپاره ول، نښلول شوی بم وچاودېده چې په نتیجه کې یې ۲ تنه شهیدان او شاوخوا ۱۰ نور ژوبل شول. له لومړۍ چاودنې وروسته په هماغه سیمه کې دوې نورې چاودنې هم وشوې.

د نننۍ پېښې جزییات وروسته همدلته وړاندې کېږي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.