د چین او پاکستان له اقتصادي دهلېز سره د افغانستان پر نښلولو غور وشو
کابل (پژواک، ٧ غبرګولى ٩٦): د افغانستان، چين او پاکستاني چارواکو تر منځ د بيجينګ په غونډه کې د اقتصادي همکاريو پر زياتولو ټينګار وشو.
دا درې اړخيزه غونډه پرون د چين په پلازمېنه بيجينګ کې وشوه چې په کې د درېیو واړو هېوادونو د ماليې او بهرنيو چارو وزارتونو استازو برخه اخيستې وه.
د راپورونو له مخې، په دې غونډه کې د افغانستان د ماليې وزارت د پاليسۍ برخې يوه لوړپوړي چارواکي خالد پاينده ګډون کړى و.
چينايي رسنيو خبر ورکړى چې په غونډه کې د افغانستان، چين او پاکستان تر منځ د اقتصادي راکړې ورکړې زياتولو او نورو اقتصادي همکاريو پر زياتولو ټينګار وشو.
دغه راز په دې غونډه کې د پاکستان او چين تر منځ په اقتصادي دهلېز (سي پيک) کې د
افغانستان پر شریکولو هم بحث وشو.
سرچينې ويلي چې د درې اړخيزې اقتصادي غونډې سره د سيمې او افغانستان سوله، ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره ګټور ثابتېداى شي.
درېیو واړو هېوادونو پرېکړه وکړه چې دې ډول غونډو ته به دوام ورکوي.
نظرات بسته شده است.