د ځوانانو د شورا پرانېسته؛ غني: ځوانانو ته دې بهرني سیاست کې ونډه ورکړل شي

دآزادی راډیو

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، ځوانان باید په بېلابېلو برخو کې مهارتونه لوړ او تخصص ترلاسه کړي.

ښاغلي غني دا څرګندونې د یکشنبې (د وري ۸مه) په ورځ د ځوانانو عالي شورا په پرانېست غونډه کې وکړې او ويې ويل، ځوانان باید د ملي یووالي د ساتلو لپاره کار وکړي.

نوموړي زیاته کړه: “هغه ځوان چې فساد او تعصب کوي، ملي وحدت ته صدمه رسوي او یا په رښتیا د کار کفایت نه لري او په خپل مټ استوار نه وي، د دغه ځوان په مقابل کې تاسې (ځوانان) باید ودرېږئ.”
ښاغلي غني د ځوانانو بې روزګارۍ ته په اشارې سره وویل چې په افغانستان کې له دولتي سرچینو سمه استفاده نه ده شوې او په خبره يې دې برخه کې د جمهوري ریاست په ګډون د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون ناکام دی، بې ځایه معاشونه ورکړل شول، له اېن ټي اې نه ناوړه استفاده شوې ده.

محمد اشرف غني د افغانستان پر کلني پرمختګ اندېښنه وښوده او دا یې کافي ونه باله.

د نوموړي په وینا په کلني ډول دوه یا درې فیصده کلنۍ رشد د افغانستان ستونزه نه شي هوارولی او هغه وخت به د افغانستان ستونزې راکمې شي چې دا پرمختګ له اتو تر ۱۲ فیصده پورې ورسېږي.

د ځوانانو عالي شورا غړي د حکومت له دې کاره خوښ دي او وايي، د افغانستان په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې ځوانانو ته دا ډول شورا جوړېږي.
د دغې شورا غړي ژمن په پرانېست غونډه کې وویل: “دا شورا به د بدخشان له واخانه د پکتیکا تر برمله د هرات له انجیله د نورستان تر برګي مټاله او بالاخره له کابله تر زابله د هر ځوان رسا غږ د اورېدو تر ټولو عالي ترین ادرس او د هر ځوان د نوښتګر کار د پلي کېدو په موخه د مطرح کېدو تر ټولو عظیم محور وي.”

د افغانستان د ځوانانو عالي شورا ۴۵ غړي لري چې ۱۶ تنو کې ۸ نرینه او ۸ ښځې دي چې په اتو زونونو کې د انتخاباتو له لارې راغلي دي، ۸ تنه له بېلابېلو قشرونو انتصابي غړي، ۶ د نړۍ له ۶ وچو افغانان چې ځانګړي مهارتونه او تخصص لري دا ټول د دوو کلونو لپاره انتخاب شوي، د دې شورا پاتې ۱۵ دولتي دایمي غړي دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.