د ناټو سرمنشي وايي چې ترهګرو ته د ماتې ورکولو لپاره به د افغان ځواکونو روزنې او پياوړتيا ته ادامه ورکړي

 

 

کابل (پژواک، ٢٧ سلواغه ٩٥): د ناټو سرمنشي وايي چې ترهګرو ته د ماتې ورکولو لپاره به د افغان ځواکونو روزنې او پياوړتيا ته ادامه ورکړي .

د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ، دغه څرګندونې پرون د بلجيم په پلازمينه بروکسل کې ددغه سازمان د دفاع وزيرانو له دوه ورځنۍ غونـډې وړاندې چې نن به پيل شي، کړي دي.

د ناټو د دفاع وزيرانو دوه ورځنۍ غونډه به نن د بلجيم په پلازمينه بروکسل کې پيل شي، چې سازمان ته په ور پېښو ننګونو او ترهګرۍ ضد مبارزه خبرې کېږي.

په غونډه کې د ناټو سازمان د ٢٨ غړو هېوادونو ددفاع وزيران ګډون کوي .

په بروکسل کې د ناټو د مطبوعاتي دفتر يوې سرچينى پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا ځل افغانستان د ناټو ددفاع وزيرانو د غونډې په اجنډا کې نشته، خو کېداى شي د افغانستان پر امنيتي وضعيت هم سرسري خبرې وشي.

د ناټو سکرتر جنرال جينز سټولټنبرګ، پرون په دې اړه د يوې خبري غونډې پر مهال د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې ناټو سازمان په افغانستان کې د ترهګرۍ ماتولو ته ژمن دى.

هغه زياته کړه:(( له تېرو ډېرو کلونو راهيسې ناټو د ترهګرۍ پر وړاندې اغېزناکه مبارزه پرمخ وړي، زموږ سازمان د ترهګرۍ پر وړاندې د خپل تاريخ تر ټولو لوى ماموريت په افغانستان کې تر سره کړى چې يوازينۍ موخه يې ترهګرۍ ته ماتې ورکول وو. ))

د ناټو سرمنشي وويل، چې اوس هم د ناټو يو شمېر ځواکونه او د روزنې ماموريت په افغانستان کې د همدې لپاره فعاليت کوي، څو دغه هېواد يو ځل بيا د نړيوالو ترهګرو پر ځاله بدله نه شي.

د هغه په وينا، اوس هم په افغانستان کې ګڼ شمېر نړيوالې ترهګرۍ ډلې فعالې دي چې ناټو په همدې موخه ناټو په افغانستان کې خپل ماموريت ته ادامه ورکړې او په دغه هېواد کې يې ١٣ زره سرتېري ځاى پر ځاى کړي دي.

جينزسټولټنبرګ وويل چې د ناټو دغه سرتېري ، د افغان ځواکونو ته د روزنې، ، مشورې او همکارۍ ماموريت پرمخ وړي، څو له ترهګرو سره د ښې مقابلې وړتيا پيدا کړي.

د ناټو سرمنشي وويل، چې ترهګرو ته د ماتې ورکولو په موخه د افغان ځواکونو روزنې ته ادامه ورکوي او په ډاګه يې کړه چې د سيمه ييز ځواکونو روزنه ددوى اوږد مهاله تګلاره ده.

نوموړي د يوې بلې پوښتنې په ځواب کې وويل چې سازمان به يې د افغان ځواکونو روزنې، مشورې او همکارۍ د ماموريت تر څنګ، له هغوى سره مالي ملاتړ ته هم ادامه ورکړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.