د پلټنې ادارې د ۴ ولایتونو برحال او پخواني والیان لویې څارنوالۍ ته معرفي کړل

 

تاند، سه شنبه د سنبلې ۴: د افغانستان د پلټنې ادارې د دوو ولایتونو هرات او نورستان پخواني او د بدخشان او میدان وردکو ولایتونو اوسني والیان لویې څارنوالۍ ته ور معرفي کړي دي.

د پلټنې ادارې ویاند فېروز بشري وايي د څېړنو په پایله کې یې د کرونا لپاره د ځانګړې شوې بودجې د ناسم مدیریت له امله یاد چارواکي د نورو څېړنو لپاره لویې څارنوالۍ ته ورپېژندلي دي.

د بشري په خبره د پلټنې ادارې د ولسمشر غني په امر د کرونا لپاره د ځانګړې شوې بودجې په برخه کې د شوي فساد له امله دغه تحقیقات تر سره کړي دي.

د هغه په خبره ددې تحقیقاتو په پایله کې د هرات او نورستان پخواني او د میدان وردک او بدخشان اوسني والیان په دغه فساد تورن پېژندل شوي دي.

په افغانستان کې د کرونا له خپرېدو وروسته حکومت د پلازمېنې کابل په ګډون ټولو ولایتونو ته له کورونا سره د مبارزې لپاره بودیجه ځانګړې کړه چې په دې برخه کې د پراخ فساد راپورونه ورکړل شول.

د پلټنې ادارې ویاند د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې د دې کسانو په هکله به لا ډېرې څېړنې لویه څارنوالي وکړي.

باید وویل شي چې د پلټنې ادارې پرون دوشنبه د عامې روغتیا د پخواني وزیر په ګډون ددې ادارې درې پخواني او یو اوسنی مرستیال هم د فساد په تور لویې څارنوالي ته ورمعرفي کړل.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.