د پاکستان صدراعظم افغان سفیر ته وویل چې هیواد یې د سولې ملاتړ کوي

 

 

تاند- د پاکستان صدراعظم خاقان عباسي د چهارشنبې په ورځ د افغانستان له سفیر ډاکتر عمر زاخېلوال سره په کتنه کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د پروسې ملاتړ وکړ.

د پاکستان راډیو د راپور له مخې، صدراعظم شاهد خاقان عباسي په اسلام اباد کې افغان سفیر ته وویل، پاکستان د کابل د چهارشنبې د ورځې انتحاري حمله په کلکه غندي.

د کابل د چهارشنبې په حمله کې، چې مسوولیت یې داعش په غاړه واخیست، ۳۲ تنه ووژل شول او تر ۵۰ ډېر نور ژوبل شول.

د افغانستان سفیر عمر زاخېلوال وویل، د افغانستان ولسمشر غواړي چې له پاکستان سره د دواړو خواوو د دلچسپۍ په ټولو موضوعاتو جدي خبرې وکړي.

د پاکستان صدراعظم د افغانستان له سفیر سره د کتنې په ترڅ کې د دوو هیوادونو ترمنځ د سوداګري اړیکو د پراختیا پر لارو چارو هم خبرې وکړې.

د افغانستان او پاکستان سوداګري راکړې ورکړې په وروستیو دوو کلونو کې خورا لږې شوي دي.

په تېر یو نیم کال کې له پاکستان څخه افغانستان ته د تجارتي مالونو صادرات په کال کې له دوه نیم ملیارد ډالرو څخه ۱۲ سوه ملیون ډالرو ته راتیټ شوي دي خو د دې په وړاندې له ایران سره د افغانستان راکړه ورکړه زیاته شوې ده.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.