د ټرمپ او ملا برادر له خبرو ۱۲ ساعته وروسته؛ امریکا پر طالبانو هوايي حمله کړې

دآزادی راډیو

د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې د لاسلیک په پنځمه ورځ، امریکايي ځواکونو په طالبانو هوايي حمله کړې.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر ترمنځ د ټیلیفوني اړیکې څخه د نږدې ۱۲ ساعته تېرېدو وروسته، امریکايي ځواکونو د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې پر طالبانو دغه هوايي حمله کړې.

ښاغلي ټرمپ له دغو ټیلیفوني خبرو وروسته ویلي، نور تاوتریخوالی نه‌شته.

خو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند ساني لګېت په خپل ټویټر لیکلي، دوی ځکه طالبان په نښه کړي چې د افغان ځواکونو پر پوستو یې حمله کړې وه.

لګېت لیکلي، امریکا او افغان حکومت هوکړه په پام کې نیولې، خو ښکاري چې طالبان د مخالفت هوډ لري او د سولې لپاره د خلکو غوښتنه له پامه غورځوي.

ښاغلی لګېت زیاتوي “دا یوه دفاعي حمله وه چې له ۱۱ ورځو وروسته د لومړي ځل لپاره پر طالبانو کېږي. د طالبانو مشرتابه له نړیوالې ټولنې سره د تاوتریخوالي د کمښت او حملې نه‌کولو ژمنه کړې وه. موږ په طالبانو غږ کوو چې له بې‌ځایه حملو لاس واخلي او په خپلو ژمنو ودرېږي.”

دا په داسې حال کې ده چې په یو شمېر ولایتونو کې هم د افغان ځواکونو د مرګ‌ژوبلې په اړه راپورونه خپاره شوي دي.

کندز هغه ولایت دی چې د هوکړې له لاسلیک وروسته په‌کې په ډېر شمېر افغان ځواکونو ته مرګ‌ژوبله اوړي.

د کندز چارواکي: طالبانو ۱۹ افغان عسکر وژلي

د دې ولایت د ولایتي شورا مرستیال صفي‌الله امیري ازادي راډیو ته وویل، طالبانو د دې ولایت په باغ شرکت سیمه کې د افغان ځواکونو په پوستو بریدونه کړي چې په پایله کې د ملي اردو او سیمه‌ییزو پولیسو نږدې ۱۹ تنه وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک هم تأییدوي چې د دې ولایت په واشېر ولسوالۍ کې د ملي اردو پر پوستې وسله‌والو طالبانو برید کړی چې پایله کې یې دوه سرتېري وژل شوي او یو بل ټپي دی.

د ارزګان د والي ویاند زړګی عبادي هم مني چې په ترینکوټ ښار کې د طالبانو د برید په پایله کې ۶ سرتېري وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.

خو د کورنیو چارو وزارت بیا وايي، طالبانو په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې په ۱۵ ولایتونو کې پر افغان ځواکونو او ملکیانو ۳۰ بریدونه کړي.

د دې وزارت ویاند نصرت رحیمي زیاتوي: “په تأسف سره په دې بریدونو کې ۴ ملکیان او امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۱۸ تنه ملکیان او نظامیان ټپیان شوي دي. همدا ډول امنیتي ځواکونو د خپل ځان او ملکیانو د ساتنې لپاره پر طالبانو بریدونه کړي چې ۱۷ تنه‌یې وژل شوي او ۱۱ نور یې ټپیان شوي دي.”

په ورته وخت کې یو شمېر سیاسيون او دیني عالمان د جګړې پر بیا پیل اندېښنه ښيي.

د ولسمشر محمد اشرف غني پخوانی سلاکار اکرم خپلواک وايي، د جګړې بیا پیل خلک ناارامه کړي دي.

ښاغلی خپلواک زیاتوي: “موږ یوه اوونۍ د تاوتریخوالي د کموالي پایله ولیده، ټول ملت پرې خوښ وو، مګر له پرون راهیسې ټول ملت بیا نا ارام دی. راځئ یوه مشترکه غوښتنه وکړو. له طالبانو غواړو چې تر بین‌الافغاني مذاکراتو پورې د تاوتریخوالي کموالی وغځوي.”

د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې یوه برخه د تاوتریخوالي د کموالي لپاره د زمینې برابرول او د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو پیل دی.

خو طالبانو بیا د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان له حکومت سره د جګړې اعلان تازه کړی دی.

له دې وړاندې د افغانستان حکومت ویلي و، د تاوتریخوالي کموالی معنی نه‌لري او په کار ده چې تل‌پاتی اوربند اعلان شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.