د واشنګټن څلوراړخيزه غونډه کې د ترهګرو د مالي سرچينو پر وچولو هوکړه وشوه

 

ابل (پژواک، ٥ ورى ٩٧): د امریکا، افغانستان، سعودي او متحده عربي اماراتو د ملي امنيت سلاکارانو په ګډه غونډه کې د نړيوالو ترهګرو ډلو پر ضد پر ګډې مبارزې او د هغوى د مالي سرچينو پر وچولو هوکړه وکړه.

د افغانستان د ملي امنيت شورا وياند او د ستراتيژيکو اړيکو رييس قادر شاه د وري په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دا غونډه چې پرون په واشنګټن کې ترسره شوه، د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر د افغانستان په استازيتوب په کې ګډون کړى و.

هغه زياته کړه چې په دې غونډه کې د افغانستان، امریکا، سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو د ملي امنیت سلاکارانو برخه اخيستې وه.

د نوموړي په وينا، د ملي امنيت د سلاکارانو په کچه په دې څلور اړخیزه ناسته کې له ترهګرۍ سره د مبارزې، د افغانستان د سولې بهیر او اقتصادي ودې پر بېلابېلو برخو مهمې هوکړې وشوې.

قادرشاه وايي، د ناستې ګډونوالو هېوادونو په افغانستان کې د سولې له بهیره خپل ملاتړ په ډاګه کړ، د سولې او مذاکراتو د بریالیتوب لپاره یې پر ګډو هڅو او عملي اقدماتو ټینګار وکړ.

ده زياته کړه چې په دې ناسته کې له ترهګرۍ سره د مبارزې پر څرنګوالي هم خبرې وشوې او هوکړه وشوه چې په افغانستان کې به د بهرنیو ترهګریزو ډلو پر وړاندې ګډه مبارزه کوي.

د ملي شورا وياند وايي، د يادو هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو پرېکړه وکړه چې د ترهګرو د مالي تمویل بنسټیزې سرچینې به په نښه کوي او د له منځه وړو په موخه به یې ګډ اقدامات کوي.

قادر شاه وايي چې د ملي امنیت سلاکارانو په دې څلور اړخیزه ناسته کې د افغانستان پر اقتصادي بهبود او ودې د پام وړ بحثونه وشول.

د ناستې ګډونوالو د افغانستان د اقتصادي خوځښت لپاره د سوداګریزو او اقتصادي راکړو ورکړو پر پراختیا هوکړې ته ورسېدل.

دى وايي، په دې ناسته کې پرېکړه وشوه چې په نږدې راتلونکي کې به عربي متحده امارات په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګې اچونې په نوم د نړیوال کنفرانس کوربه توب کوي چې په کې به د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادې راکړې ورکړې پر څرنګوالي بحث وشي او د افغانستان د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه به همغږي او همکاري رامنځته شي.

قادر شاه وويل، د ملي امنیت سلاکارانو په دې څلور اړخیزه ناسته کې د همکاریو او ګډو مسوولیتونو د وېش او تطبیق په موخه د ځانګړي مکانیزم پر جوړېدو سلا وکړه.

دغه مکانیزم چې د لارې نقشې په توګه به په راتلونکو اونیو کې ترتيب شي، د هوکړو مطابق به د څلور اړخیزې ناستې د هر غړي هېواد مسوولیتونه او فعالیتونه تنظیم کړي.

د هغه په وينا، د دې تر څنګ به د افغانستان، امریکا متحده ایالاتو، سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو له خوا ګډ تخنیکي ټېم ګومارل کېږي، څو د رامنځته شوي مېکانیزم له تطبیق سره همکاري او څارنه وکړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.