د هلمند ۶ پرلت کوونکي په روغتون کې بستر شول

 

تاند- د هلمند د پرلت لږترلږه ۶ لوږتړ کوونکي وروسته له دې روغتون ته ولېږل شول چې روغتیايي وضعیت یې خراب شو.

راپورونه وايي چې د دوی په منځ کې د دوو حال ښه نه دی.

پرلت والو، چې په خپل ولایت کې د بمي او انتحاري حملو د پای ته رسېدو او اوربند غوښتنه کوي، دوه ورځې وړاندې لوږ تړ وکړ، ویې ویل تر هغو چې ښکېلو خواوو د دوی غوښتنې منلې نه وي، د نه خوړولو اعتصاب ته دوام ورکوي.

د هلمند مرستیال والي پرلت کوونکو ته ویلي چې د اوربند غوښتنه مني خو وسله والو طالبانو ویلي چې پرلت وال دې د دوی سیمې ته د سولې او اوربند لپاره په ننواتي نه ورځي او د دې پر ځای دې په ښوراب او کندهار کې د امریکايي پوځیانو اډو ته ورشي او له هغوی دې وغواړي چې له افغانستانه ووځي.

خو د کوټې شورا په یوه اعلامیه کې پرلت والو ته خبرداری ورکړی چې د طالبانو تر کنټرول لاندې موسي کلا ته ورنه شي او که ورغلل د هرې ناوړه پېښې مسوولیت به د دوی په خپله غاړه وي.

پرلت والو مخکې ویلي وو چې له لشکرګاه څخه به تر موسي کلا پورې پلی لاریون وکړي او له طالبانو به وغواړي چې اوربند ومني.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.