د ننګرهار والي د خپل ولایت د دوه جنایتکارانو نومونه څرګند کړل

 

تاند – د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په یوه اعلامیه کې چې نن یې په خپل فیسبوک خپره کړې ده په دغه ولایت کې د دوه زورواکو او جنایتکارانو نومونه افشا کړي دي.

داسې ښکاري چې د ننګرهار په روانو نا امنیو او په تېره بیا په بې ګناه ښاریانو په شویو وروستیو بمي بریدونو کې د دغو مافیایي کړیو مشران لاس لري.‌

ښاغلي میاخېل په خپله فیسبوک پاڼه د ننګرهار د یوه نامتو جنګسالارحضرت علي د زوی احمدعلي حضرت او د شېرزادو ولسوالۍ د یوه مخور جنګسالار اجمل عمر نومونه یاد کړي دي.

میاخېل لیکلي، احمدعلي حضرت چې د ولایتي شورا رییس دی، په تېرو دریو میاشتو کې له کله چې ده د ننګرهار د والي په توګه کار پیل کړی دی، هېڅکله هېڅ مهمه غونډه کې چې د ننګرهار د ټولنیزو چارو د تنظیمولو لپاره ترسره شوې وي برخه نه ده اخیستې بلکې کله په کابل، دوبۍ او کله په ایران کې وي.

د ننګرهار والي د احمدعلي حضرت د یو شمېرهغو تخریبي کارونو یادونه هم کړې چې په ننګرهار کې یې د ترسره کولو هڅه کړې ده. والي لیکلي چې ښاغلي حضرت هڅې وکړې چې د مشورتي لویې جرګې لپاره شوي انتخابات ګډوډ کړي، د شینوارو د ولسونو تر منځ بې اتفاقي رامنځته کړي او د خپلو یو شمېر مستعارو فیسبوکیانو له لارې ولایتي ادارې پسې ناوړه تبلیغات وکړي.

شاه محمود میاخېل د ننګرهار د اقتصادي زبېښاکګرو له ډلې څخه د اجمل عمر په نامه د یوه بل زورواکي د کړنو یادونه هم کړې ده.

ویل کیږي چې اجمل عمر د شېرزادو ولسوالۍ د شوکاڼي د ناقانونه استخراج په هڅولو او د بېلابېلو شرکتونو خاوندانو سره د جوړجاړي له لارې په ننګرهار کې د اقتصادي مافیا د یوې غټې پښې په توګه کار کاوه چې د نوي والي په راتګ سره یې ګټې له خطر سره مخامخ شوي دي.

د ننګرهار والي د اجمل عمر له خوا په شېرزاد ولسوالۍ کې د محلي اردو د جوړونې د مخنیوي او د هڅو د ګډوډۍ یادونه هم کړې او په دې یې زور راوړی چې په سیمه کې د محلي اردو په لیکو کې د هغه ناقانونه ملېشې ونیول شي چې ښایي غواړي په دې توګه یې ناقانونه ګتې خوندي شي.

په اعلامیه کې راغلي چې د سره رود د ولسوالۍ د لوړپوړو چارواکو په بدلونې سره چې د اقتصادي مافیا د دغه مشر ګټې په خطر کې شوي دي هغه راپارېدلی دی.

شاه محمود میاخېل یاده کړې ده چې ننګرهار ته د والي په توګه له معرفي کېدلو راهیسې یې د لالپورې ولسوالۍ کنټرول ترلاسه کړی، د تورخم د لاریو مسئله چې د اقتصادي مافیا یوه لویه جاله وه حل کړې چې سوداګر پرې خوشحال او د ننګرهار د ګمرک عواید پرې زیات شوي او په ورته وخت کې د جنایتکارانو د غیرقانوني عوایدو سرچینې وچې شوي، او په شېرزادو ولسوالۍ کې حکومتي ځواکونو د سیمو کنټرول په لاس کې اخیستی دی.

د ننګرهار د والي له خپرې کړې اعلامیې څخه داسې ښکاري چې احمد علي حضرت او اجمل عمر غواړي چې د دغه ولایت په نظامي شورا کې برخه واخلي په داسې حال کې چې که په هغوی لګېدلي تورونه ریښتیا وي ښایي چې هغوی د خپلو ملېشو تر څنګ د حکومت له مخالفینو سره هم لاس ولري او په ښار کې یې د عملیاتو لپاره د اسانتیا په برابرولو کې مرسته وکړي.‌

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.