د ناټو سرمنشي وايي، د افغ ان امنیتي ځواکونو مالي ملاتړ به ډېر کړي

 

تاند(سې شنبه، د جوزا ۱۱) د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ وايي، د افغانستان امنیتي وضعیت لا هم ډېر ننګوونکی او ستونزمن دی.

ده په عین حال کې وویل، د امریکا او ناټو ځواکونه باید یو نه یو وخت وتلي وای او افغانان باید د خپلې راتلونکې مسوولیت په غاړه واخلي.

ستولتنبرګ په بروکسل کې په یوه خبري غونډه کې وویل، د ناټو ځواکونو د ایستلو پرېکړه له خطر سره مله ده، خو د پاتې کېدو په صورت کې یې هم د نورو جګړو، نورو مرګ ژوبلو او د ناټو متحدانو ته د نور خطر احتمال شته.

د ناټو سرمنشي ټینګار وکړ چې دا تړون به د افغان امنیتي ځواکونو مالي ملاتړ زیات کړي او دا به یقیني کړي چې د تړون غړي د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره په کافي اندازه پیسې ځانګړي کوي.

ستولتنبرګ دا خبرې په داسې حال کې وکړې چې د افغانستان دفاع وزیر اسدالله خالد پرون وویل چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته هم د ناټو او امریکا هوايي ځواک ښايي له بهره د افغان ځواکونو هوايي ملاتړ ته دوام ورکړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.