د ناټو سرمنشي: له افغانستانه په وتو کې بيړه نه کېږي

دآزادی راډیو

د ناټو سرمنشي وايي، د دغه تړون لپاره لومړیتوب دا دی، چې افغانستان بیا د تروریستانو په ځاله بدل نه شي.

د ناټو سرمنشي وايي، په افغانستان کې د دغه پوځي تړون لپاره لا هم لومړیتوب دا دی، چې افغانستان بیا د نړیوالو تروریستانو په ځاله بدل نه شي.

ینس سټولټنبرګ پرون د ناټو د د دفاع وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې په درشل کې په هغه کنفرانس کې چې په انلاین بڼه و، د ازادۍ راډیو د پوښتنې په ځواب کې وویل: “زموږ لومړیتوب دا دی چې افغانستان بیا د نړیوالو تروریستانو په ځاله بدل نه شي. دا له هغې ورځې زموږ لومړیتوب دی چې نږدې ۲۰ کاله مخکې افغانستان ته لاړو. نه یوازې افغانانو، بلکې په خپله د ناټو غړو هېوادونو او د هغوی امنیت ته هم مهم دی. د سپټمبر د یوولسمې حمله په افغانستان کې د ناټو د ماموریت سبب شوه. زموږ لومړیتوب چې افغانستان بیا د نړیوالو تروریستانو په خوندي مرکز بدل نه شي، پرځای پاتې دی.،

په پام کې ده د ناټو دفاع وزیران راروانه چهارشنبه او پنج شنبه یعنې د فبرورۍ پر ۱۷مه او ۱۸مه د ناټو په مرکز کې چې په بروکسل کې دی سره جرګه شي.

د ناټو سرمنشي وايي، ناټو د سولې د پروسې د یوې برخې په توګه په افغانستان کې خپل حضور کم کړی، خو زیات تمرکز یې پر دې کړی، چې د افغانستان خپل امنیتي او دفاعي ځواکونه په پښو ودرول شي.

ینس سټولټنبرګ د افغانستان خپل ځواکونه د ټروریزم په وړاندې په جګړه کې اغېزناک وبلل.

هغه زياتوي: “د ټروریزم پر وړاندې د مبارزې لپاره مو تر ټولو ښه وسله د محلي ځواکونو روزل او ظرفیت لوړول دي. څومره چې افغانانو ته دا وړتیا ورکوو چې په خپله د ټروریزم په وړاندې وجنګېږي او خپل هېواد باثباته کړي، هغومره هم د افغانانو او هم د ناټو متحدانو په ګټه تمامېږي. ځکه موږ په تدریجي ډول د خپلو ځواکونو کمول پیل کړي. تېر کال د دې لپاره چې د سولې پروسې یوه برخه یو، خپل حضور مو نور هم کم کړ.”

د ناټو سرمنشي وویل، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو شمېر شاوخوا لسو زرو ته رسېږي، حال دا چې کلونه مخکې شا و خوا یولک او ۳۰ زره نړیوال پوځیان په جنګي ماموریت کې دخیل وو.

د هغې موافقې له مخې چې د واشنګټن او طالبانو ترمنځ تېر کال په قطر کې لاسلیک شوې، د مې میاشتې تر لومړۍ باید ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي.
د ناټو سرمنشي وویل، ناټو نه غواړي چې ډېره موده په افغانستان کې پاتې شي، خو دا هم نه غواړي چې له افغانستانه په وتلو کې بیړه وکړي.

د امریکا مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې په افغانستان کې یې د امریکايي ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ ته راکم کړی دی.

اوسني ولسمشر جو بایډن ویلي، چې د مې میاشتې تر لومړیو له افغانستانه د تولو امریکايي ځواکونو د ایستلو او په قطر کې د شوې موافقې ارزونه کوي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.