د ناټو سرمنشي له افغانستانه د ځواکونو له ایستلو سره مخالفت وکړ

 
تاند (سې شنبه، د عقرب ۲۷) په داسې حال کې چې ویل کېږي د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ له افغانستانه ټول امریکايي پوځیان باسي، د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ نن (سې شنبه) خبرداری ورکړ چې باید د پوځیانو په ایستلو کې بیړه ونه کړي.

ستولتنبرګ ویلي چې په ناهمږغۍ د ځواکونو د ژر ایستلو تاوان به ښايي خورا لوړ وي.

حاضردمه په افغانستان کې د ناټو شاوخوا ۱۲ زره پوځیان پاتې دي چې څه باندې نیمايي یې په ناټو کې د امریکا د متحدو هیوادونو دي.

امریکايي او اروپايي رسنۍ وايي چې ټرمپ د څلور کلنې دورې په لړ کې په ځلونو په یو اړخیزو اقداماتو او اعلانونو په ناټو کې خپل متحدان حیران کړي دي.

د ۲۰۱۸ په دسمبر کې یې هم له خپلو متحدانو سره له مشورې پرته له افغانستان او سوریې څخه د امریکايي پوځیانو د ایستلو اعلان وکړ، دغه راز یې د سږ کال په لومړیو کې په عراق کې د ایران د قدس ځواک پر قوماندان قاسم سلیماني د حملې امر وکړ.

لوېدیځې رسنۍ وايي چې ستولتنبرګ په تېرو ۴ کلونو کې ډېرې هڅې وکړې چې ټرمپ له ناټو سره مشوره وکړي، خو د نوومبر د درېمې نېټې د انتخاباتو بایللو د ناټو سرمنشي ته موقع برابره کړه چې په زغرده د ټرمپ پر کارونو انتقاد وکړي.

د ناټو غړي وايي چې دوی وروسته له دې د امریکا په غوښتنه افغانستان ته پوځیان ولېږل چې په ۲۰۰۱ م کال په امریکا کې تروریستي حملې وشوې.

ستولتنبرګ وویل«موږ اوس له یوې سختې پرېکړې سره مخامخ یوو. موږ له نژدې ۲۰ کلونو راهیسې په افغانستان کې یوو، د ناټو هیڅ غړی نه غواړي چې هلته بې ضرورته پاتې شي، خو په عین وخت کې ژر وتل یا له همږغۍ پرته وتل کېدای شي خورا ګرانه تمام شي. خطر شته چې افغانستان یو وار بیا د تروریستي حملو د پلان جوړولو پر مرکز بدل شي او د اسلامي دولت ډله (داعش) چې عراق او سوریه یې له لاسه ورکړي، ممکن په افغانستان کې خلافت جوړ کړي.»

سرمنشی دغه راز ویلي، ناټو په پام کې لري چې تر ۲۰۲۴ پورې په افغانستان کې د افغان ځواکونو روزنې، مشورې او ملاتړ ته دوام ورکړي.

ستولتنبرګ د ټرمپ سیال جو بایډن ته د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د بري مبارکي ویلې ده. بایدن له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له فوري وتلو سره موافق نه دی او باور لري چې شاوخوا ۲۵۰۰ امریکايي پوځیان باید په افغانستان کې پاتې شي.

ستولتنبرګ وايي «موږ افغانستان ته په ګډه لاړو، هر کله چې وخت یې راغی، په ګډه به د یو بل په همږغۍ او په منظم ډول ورڅخه وځو. زه د ناټو پر ټولو غړیو ږغ کوم چې زموږ د خپل امنیت په خاطر پر دې ژمنه ودرېږي.»

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.