د ناټو د دفاع وزیران؛ نن بروکسل کې د افغانستان په اړه غونډه کوي

 

تاند ( پنج شنبه، د عقرب ۱) راپورونه وایي ټاکل شوې چې د ناټو د دفاع وزیران نن په یوه غونډه کې د افغانستان پر مسایلو خبرې وکړي.

تر دې وړاندې په ناټو کې د امریکا سفیرې ویلي وو چې د ناټو د دفاع وزیرانو په افغانستان کې پر روان وضعیت او د سرتېرو پر حضور خبرې کړې دي.

د نوموړې په خبره په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قومندان دوی ته د سرتېرو د وتلو په اړه معلومات ورکړي دي.

د ناټو د دفاع وزیران به نن له افغان ځواکونو پر ملاتړ او نورو مسایلو بحث وکړي.

تر دې وړاندې د ناټو سرمنشي ویلي وو چې تر ۲۰۲۴ز کال پورې به له افغان ځواکونو د ناټو ملاتړ دوام کوي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.