د میزان ۲۸ د ولسي جرګې او ولسوالي شوراګانو د انتخاباتو لپاره نوې نېټه وټاکل شوه

 

تاند- د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ولسي جرګې او ولسوالي شوراګانو د انتخاباتو لپاره نوې نېټه اعلان کړه.

د انتخاباتو د کمیسیون مسوولانو نن /یکشنبه/ وویل چې دا ټاکنې، چې مخکې د سږ کال د سرطان ۱۶ ورته په پام کې نیول شوې وه، د میزان په ۲۸ /اکتوبر ۲۰/ مه به وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې ټاکنې له وړاندې څخه ۳ کاله ځنډېدلي دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ريیس ګلا جان عبدالبدیع په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل«نن د ټاکنو خپلواک کمیسیون د افغانستان خلکو ته رسماً اعلانوي چې انتخابات به د میزان په اته ویشتمه نېټه ترسره شي.»

د ولسي جرګې او ولسوالي شوراګانو انتخابات په داسې حال کې کېږي چې لا هم الیکترونیکي تذکرې نه دي وېشل شوي؛ نا امني لا زیاته شوې او په ځانګړي ډول پر ولسوالیو د دولت کنټرول تر تېرو کلونو لږ شوی دی.

په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستندوی ماموریت (یوناما) مشر تدامیچي یاماماتو د انتخاباتو لپاره د نوې نېټې هرکلی وکړ، ویې ویل چې دا به چارواکو ته اجازه ورکړي چې د پلان له پړاوه د عمل ډګر ته وخوځي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.