د ملګروملتو سرمنشي له افغانانو وغوښتل چې له اوربند څخه په استفادې د سولې خبرې وکړي

 
تاند- د ملګروملتو سرمنشي انتونیو ګوتېریش د وسله والو طالبانو له لوري د درې ورځني اوربند د اعلان هرکلی وکړ.

وروسته له دې چې د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د افغانستان ولسمشر د روژې له ۲۷ څخه د کمکي اختر تر پنځمې پورې د ۹ ورځو په مخه طالبانو ته د اوربند اعلان وکړ، طالبانو پرون /شنبه/ وویل چې یوازې د اختر په درو ورځو کې اوربند کوي.

سرمنشي د دې اعلان د هرکلي په ترڅ کې له ټولو ښکېلو خواوو وغوښتل چې له دې موقع په استفادې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې خبرې پیل کړي.

د ملګروملتو د سرمنشي ویندوی سټیفن دوجاریک پرون/شنبه/ په یوه خبرپاڼه کې وویل«سرمنشي په دې کلک باور لري چې د افغانستان جګړه پوځي حللار نه لري او یوازې سیاسي پخلاینه د افغانستان ټپونه رغولی شي.»

دوجاریک د سرمنشي له لوري په دې ټینګار کړی چې ملګري ملتونه په دې مهمه چاره کې د افغانستان د ولس او حکومت ملاتړ ته ژمن دي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، ناټو او یو شمېر ګاونډیو هیوادونو هم د طالبانو له لوري د اوربند د اعلان هرکلی کړی دی.

خو دواړو اعلانونو ته تر ټولو زیاته خوشالي افغانانو کړې ده.

افغانانو په ټولنیزو رسنیو او مرکو کې نه یوازې د حکومت او طالبانو د اوربند د اعلان هرکلی کړی بلکې غوښتنه یې کړې چې د اوربند موده دې اوږده کړای شي او له دې فرصت څخه په استفادې دې دواړه خواوې د سولې مخامخ خبرې پیل کړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.