!د مسکو غونډه یوه ورځ نوره هم وغځیده

مجید راغستانی
په داسي حال کي چي د مسکو یوه ورځنۍ غونډه د څلورو هیوادونو (امریکا،چین،روسیې،پاکستان)په اعلامیې او د ښکیلو خواوو پر پخوانیو دریزونو تاکید پای ته ورسیده،(په دې معنی چي نه یوازي یې هیڅ نتیجه نه درلوده ،د ښکیلو خواوو لکه طالبانو او افغان دولت لخوا هیڅ داسي نرمښت نه لیدل کیده چي د مذاکراتو په ټپه ولاړ حالت ته به نوې ساه ور کړي هر لوري پر خپل پخواني دریځ ټینګار کاوه او یو ډول اخطارونه یې یو بل ته ور کول.).
د افغانستان د دولتي پلاوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سربیره پر دې چي د طالبانو سره په هره سطح او هر څه باندي خبرو او مذاکراتو ته تیاری وښود خو ویې ویل چي هغوی چي غواړي په زور واک ته ورسیږي ،یا هر څه پخپله خوښه بدل کي غلطه محاسبه کوي،د ده په خبره دا د شلو کالو مخکي افغانستان ندئ.
مقابل لوري ( طالبانو)هم تر پر خپل پخواني دریځ ټینګار کاوه او د دوی په اصطلاح د “یوه سوچه اسلامي نظام” تر قایمیدو پوري یې اوربند رد او و یې وویل د بل هر ډول نظام په وړاندي به” جهاد” ته دوام ور کړي.ښایي همدا دلایل وي چي کوربه هیواد او نورو نړیوالو د روسانو په خبره ترویکا (روسیه،چین،امریکا) وپتییله چي غونډه دي ن ن هم دوام وکړي.
که د پروني غونډي بهیر په جزویاتو و څیړو نو ویلای سم چي تر ټولو لویه لاسته راوړنه یې ښایي د څلورو هیوادونو ګډه اعلامیه وي .اعلامیه د بین الافغاني مذاکراتو پر چټکتیا،د یوه ګډ همه شموله حکومت پر جوړیدو،د یوه سوله ایز افغانستان او دموکراتیک نظام را څرخي.
د مارچ په اتلسمه په مسکو کې د افغان سولې په اړه تر کنفرانس وروسته د روسیې، امریکا، پاکستان او چین ګډه اعلامیه کي څه وه؟
– د بین الافغاني مذاکراتو لوري باید د جنګ ختمولو لپاره سمدستي پر اساسي موضوعاتو باندې بحثونو ته ن نوځي.
په پرېکړه لیک کې ویل شوي چې دا څلور دولتونه د جنګ د ختمېدو او سولې لپاره د افغانانو د هیلو احساس لري، او تاییدوي چې پایداره سوله یوازې د مذاکراتو په نتیجه کې په راغلي سیاسي جوړجاړي سره ترلاسه کېدای شي.
په اعلامیه کې پر ټولو لورو د تاوتریخوالي د کمولو د غږ ترڅنګ همداراز له طالبانو غوښتل شوي چې پسرلني عملیات اعلان نه کړي.
په ګډ پرېکړه لیک کې د ملګرو ملتونو د تېر کال د ۲۵۱۳ لایحې په حواله ویل شوي چې د اعلامیې صادروونکي هېوادونه په افغانستان کې د اسلامي امارت د بیا راتلو ملاتړ نه کوي. یادو دولتونو د دې ترڅنګ په کابل حکومت او ملي مصالحې پر شورا غږ کړی چې د سیاسي جوړجاړي لپاره دې له خپلو طالب سیالانو سره په خلاص ډول مذاکرات پیل کړي.
دې څلورو هېوادونو ویلي چې د بین الافغاني مذاکراتو لوري باید د راتلونکي باثباته او امن دولت د جوړولو، د سیاسي نقشې او جامع اوربند او نورو اساسي موضوعاتو په اړه سمدستي بحثونه پیل کړي.
اعلامیه وايي، چین، پاکستان، روسیه او امریکا د یوه داسي پایدار او عادلانه سیاسي حل ملاتړ او غوښتنه کوي چې د یوه خپلواک، حاکم، متحد، امن، ډیموکراټیک او په خپلو پښو د ولاړ افغانستان په رامنځ ته کېدو منتج شي، داسې افغانستان چې له ترهګرۍ او نشه يي توکو پاک وي او کډوال بېرته په رضا ورته راستانه شي.
په پرېکړه لیک کې پر طالبانو او کابل حکومت غږ شوی چې باید یقیني کړي چې د دوی په وینا ترهګرې ډلې او اشخاص د نورو هېوادونو د تهدید لپاره افغان خاوره ونه کاروي.
په دې اعلامیه کې زیاته شوې چې د سولې په هر تړون کې باید د ټولو افغانانو، ښځو، نارینه وو، ماشومانو، د جنګ د قربانیانو او لږکیو حقوق خوندي وي او باید د اقتصادي، ټولنیز او سیاسي پرمختګ تر څنګ د قانون د نفاذ لپاره د افغانانو د هیلو ځواب ویونکی وي.
په اعلامیه کې پر ټولو ښکېلو هېوادونو غږ شوی چې د افغانانو کومک او په هېواد کې د پایدارې سولې په راتګ کې همکاري وکړي. په اعلامیه کې راغلي، ”موږ تر جوړجاړي وروسته افغانستان لپاره د نړیوال سیاسي او اقتصادي ملاتړ راخپلولو په هکله خپله ژمنتیا بیا تکراروو“.
اعلامیه کې له قطر هېواده د من نې ترڅنګ ویل شوي چې دوی په دوحه کې د دواړو مذاکراتي ټیمونو د بحثونو د دوام ملاتړ کوي.
د پرېکړه لیک په پای کې د ملګرو ملتونو لخوا افغانستان ته د ځانګړي استازي د ټاکل کېدو پرېکړه ستایل شوې او ویل شوي چې د اعلامیې صادروونکي دولتونه د سیاسي جوړجاړي د اسانچارۍ او ملاتړ لپاره د ټولو نړیوالو هڅو قدر او هرکلی کوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل د دوحې مذاکراتو مطلوبه نتیجه نه درلوده ،او دا یې هم وویل چي مسکو تیار دئ د نورو مذاکراتو کوربه وي.
د روسیې بهرنیو چارو وزیر ” افغانان دې پرېښودل شي چې خپل راتلونکی په خپله او د بهرنیانو له اغیز پرته وټاکي. د سولې د روانو خبرو تر اوسه کومه د پام وړ پایله نه ده لرلې هیله لرم چې دې بهیر کې پرمختګ وشي. د اړتیا په صورت کې روسیې هېواد چمتو دی چې د بین الافغاني مذاکراتو کوربتوب وکړي.”
د دولتي پلاوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وویل”‘د افغانستان اسلامي جمهوریت د روان کړکیچ پای ته رسولو برخه کې د ملي حاکمیت پر خوندي کولو ، خپلواکۍ ساتلو او د تېرو کلونو لاسته راوړنو پر خوندي کولو باور لري. اسلامي جمهوریت د کړکیچ ختمولو په موخه په ځانګړې توګه د افغانانو پر اساسي حقونو، د بیان پر ازادۍ ، د مېرمنو پر حقونو او د خلکو په خوښه او د رڼو ټاکنو له لارې د سیاسي راتلونکې پر ټاکلو ټېنګار کړی. ‘ یوځل بیا ټینګار کوم، چې جنګ د حل لار نده، ډلې او جریانونه باید په خپلو محاسبو کې دا اصل په نظر کې ونیسي” .
د طالبانو د سیاسي مرستیال وویل”د نوي اسلامي نظام له رامنځته کېدو وروسته اوربند شونی دی،ټول شموله اسلامي دولت غواړو او افغانانو ته دې اجازه ورکړل شي چې خپل برخلیک په خپله وټاکي”.
خو دطالبانو یوه بل استازي او په قطر کي د دوی د مذاکراتي ټیم مشر شیخ عبدالحکیم حقاني وویل”په افغانستان کې سوله هغه وخت راتلی شي چې کله ټول په اسلامي او الهي قانون را ټول شو. له اسلامي قانون پرته په افغانستان کې سوله نه شي راتلای. د که بل هر نظام وي‌ افغانان به یې پر وړاندې جهاد کوي. ”
زما په فکر د دواړو خواوو د نظریاتو لیري والی او داسي اخطاریه څرګندوني
-چي دولت پر ټاکنو،جمهوریت …تاکید کوي او وایي مخالفین دي په زور ګوته نه وي اوغلطه محاسبه دي نه کوي دا د شلو کالو مخکي افغانستان ندئ.
-د طالبانو لخوا د اوربند ردول او یوازي د یوه سوچه اسلامي نظام غوښتنه او د بل هر ډول نظام په وړاندي “د جهاد” دوام
د دې سبب سوې چي غونډه نوره هم وغځیږي او کوربه هیواد روسیه او نور نړیوال به هڅه وکړي تر څو د دواړو خواوو دریځونه نرم او یا سره نژدي کړي هغه څه چي د دې غونډي نه زما په فکر انتظار نسي کیدای.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.