د فراه ښار په نښتو کې ۳۰۰ طالبان وژل شوي

 

تاند- د فراه ولایت د مرکز فراه ښار د نیولو هڅه طالبانو ته د خپلو شاوخوا ۳۰۰ ملګرو د ژوند په بیه تمامه شوه.

د فراه والي او نور چارواکي وايي چې طالبان په فراه ښار کې په بشپړ ډول تصفیه شوي دي.

طالبان هم مني چې د دوی کسان له ښاره وتلي دي.

د فراه والي عبدالبصیر سالنګي وايي، پرون لومړی شاوخوا ۱۰۰۰ وسله والو طالبانو پر فراه ښار برید وکړ، وروسته همدومره نور ورسره یوځای شول.

د سالنګي په وینا په دې حملو کې د ملي اردو ۱۵ سرتېري،۱۰ پولیس او ۵ ملکیان وژل شوي دي.

افغان چارواکي د طالبانو او خپلو ځواکونو د تلفاتو شمېر یو شان نه ښيي.

دفاع وزارت وايي چې ۱۹۸ طالبان وژل شوي خو والي وايي چې ۳۰۰ طالبان وژل شوي دي.

د فراه د عامې روغتیا ريیس جبارشایق وايي چې روغتون ته د ۲۹ تنو مړي او ۷۴ ټپیان وروړل شوي دي.

د شایق په وینا په وژل شویو کې ۴۴ نظامیان (طالبان او امنیتي ځواکونه) او ۲۵ ملکیان دي.

طالبانو تراوسه پورې د خپلو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

افغان چارواکي او د فراه اوسېدونکي وايي چې طالبانو ته ډېره مرګ ژوبله په هوايي بریدونو کې واوښته.

په فراه ښار کې پر طالبانو هم افغان او هم د ناټو الوتکو بمباري وکړه.

طالبانو ښار ته له ننوتو سره سم یو شمېر دولتي ودانۍ او د خلکو کورونه سوځولي دي.

د ښار یو شمېردوکانونه او رستورانونه هم ویجاړ شوي دي.

د فراه والي پر فراه د طالبانو په حمله کې د ګاونډیو هیوادونو لاس ویني. د ده اشاره ظاهراً ایران ته ده چې په وروستیو ورځو کې یو وار بیا د اوبو د حق غوښتنه وکړه.

ایران په افغانستان کې د بندونو له جوړېدو او دغه راز د ټاپي پروژې د اجرا مخالفت کوي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د فراه په تصفیه کې د افغان امنیتي ځواکونو د اقداماتو ستاینه کړې ده.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.