د غني او خلیل‌زاد لیدنه؛ د تاوتریخوالي تر کمېدو وروسته څه کېږي؟

 

افغان ولسمشر اشرف غني د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد سره پرون په ارګ کې وکتل.

د ارګ له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو پر موافقې خبرې وشوې.

د خبرپاڼې له مخې ولسمشر غني او ښاغلي خلیل‌زاد د سولې د پروسې د مدیریت او په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو پر لارو چارو خبرې وکړې.

ارګ دغه‌راز وایي چې ښاغلي خلیل‌زاد په دې اړه چې د تاوتریخوالي تر کمېدو وروسته کوم ګامونه اخیستل کېږي، ولسمشر ته معلومات ورکړل.

ویل کېږي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ یوه موافقه به د روانې فبرورۍ میاشتې په وروستیو کې لاسلیک شي او د هغې تر لاسلیک کېدو مخکې په یوه اوونۍ کې به تاوتریخوالی کمېږي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.