د شفافیت د څار بنسټ: اطلاعاتو ته د لاسري قانون کې ټول موارد په پام کې نیول شوي

 

دآزادی راډیو

د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ په لسو غوره هېوادونو کې د افغانستان اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د لومړي مقام ګټل، لویه لاس ته راوړنه او د اهمیت وړ بولي.

د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ وايي، د اطلاعاتو ته د لاسرسي نوی قانون یو ښه او جامع قانون دی چې اطلاعاتو ته د لاسري د حق ټول مهم موارد پکې په پام کې نیول شوي دي.

د دغه بنسټ اجرائیوي رئیس سید اکرام افضلي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د نړۍ په غورو هېوادونو کې د افغانستان اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون لومړی مقام ګټل یوه لویه لاس ته راوړنه ده
​دی وایي:

“اطلاعاتو ته د لاسرسي د حق قانون چې تازه د ولسمشر له لوري توشېح شوی، د دې لپاره د نړۍ غوره قانون بلل شوی چې د نړۍ نېږدې ټول معیارونه یې بشپړ کړي او داسې قانون دی چې اطلاعاتو ته یې لاسرسی اسانه کړی.”

ښاغلی افضلي وايي، په دغه قانون کې د بهانې ځای نه دی پاتې چې څوک دې د محرموالي په بهانه او یا ملي ګټو ته د ګواښ بهانې له امله له اطلاعاتو ورکولو ډډه نه کوي.

نوموړی وايي، دغه قانون مرسته کوي، څو خبریالان او خلک وتوانېږي چې په اسانۍ سره اطلاعاتو ته لاسرسی پيدا کړي.

نړیوال اطلاعاتو ته د لاسرسي د حق ویب سایټ څېړنې تازه اعلان کړی چې د افغانستان اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د ۱۳۹ امتیازونو په ترلاسه کولو، په نړۍ کې لومړی مقام خپل کړی.

په کاناډا کې د ډموکراسۍ او حقونو د مرکز د راپور په اساس، روان کال افغانستان د نړۍ اطلاعاتو د لاسرسي په لسو غورو هېوادونو کې له ۱۵۰ امیتازونو د ۱۳۹ امتیازونو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام خپل کړی.

مکزیک، صربستان، سریلانکا، اسلووني او هند د هغو هېوادونو له ډلې دي چې په ترتیب سره یې له دوهم نیولې تر شپږمه پورې مقامونه خپل کړي.

له دې وړاندې په ۲۰۱۶ کال کې افغانستان ۶۸م مقام درلود.

افغانستان داسې مهال اطلاعاتو ته د لاسري حق کې لومړی مقام ترلاسه کوي چې په افغانستان کې یوشمېر رسنۍ او خبریالان اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې له دولتي ادارو شکایت لري.

د دغو رسنیو او خبریالانو په باور چې ډېر کله د افغانستان دولتي ادارې رسنیو ته په خپل وخت اړین اطلاعات نه ورکوي او یا هم په دې برخه کې له معلوماتو ورکولو ډډه کوي.
دوو تنو خبریالانو ذبیح الله خورشیدي او حامد مایار په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

“اوس مهال حکومتي مسؤلین له رسنیو سره لومړی لاس معلومات نه شریکوي، داسې باورونه دي چې حکومت په دې کار سره غواړي، د حکومت په داخل کې ستونزې د رسنیو له سترګو پټې کړي.”

“موږ چې د راپورنو د نشر لپاره معلوماتو ته اړتیا لرو، د حکومت له لوري موږ ته معلومات نه راکول کېږي، قانون یې جوړ کړی، خو ورته ژمن نه دي.”

دوی له حکومت غواړي چې د اطلاعاتو د ورکړې په برخه کې لازمه همکاري ورسره وکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د خبریالانو ملي اتحادیه که څه هم د افغانستان اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون یو ښه او مهم قانون ګڼي، خو ټینګار کوي چې حکومت یې باید د عملي کېدو په برخه کې لازمې هڅې وکړي.
د دغې اتحادیې رئیس فهیم دشتي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

“اوس قانون شته او د نړۍ په غوره قوانینو کې هم شمېرل کېږي، خو د پلي کېدو موضوع یوه جدي مسئله بلل کېږي.”

دا په داسې حال کې ده چې جمهوري ریاست ویلی، افغان حکومت به اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په پلي کېدو او معلوماتو د ورکړې په برخه کې لکه د پخوا په شان (هر اړخیزه همکاري کوي او په دې برخه کې له اړوندو همکارو بنسټونو د قانون د پلي کېدو د همکارۍ غوښتنه شوې ده)

د ارګ په اعلامیه کې همداشان راغلي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د ټولنې د یو ارزښت په توګه بنسټیزه او په یو ټولیز فرهنګ دې بدل شي.

راپور: رحمت الله افغان

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.