د سولې شورا: د مسکو په ناسته کې به طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته وهڅوو

دآزادی راډیو

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د مسکو په ناسته کې به‎يې تر ډېره تمرکز پر دې وي چې طالبان د سولې خبرو ته وهڅوي.

د دې شورا مرستیال او د مسکو په ناسته کې د ګډون کوونکي پلاوي مشر حاجي عزیزالله دین محمد د چهارشنې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۱۶» ازادي راډیو ته وویل چې په‎دغه ناسته کې به له طالب پلاوي وغواړي چې نور په افغانستان کې له جګړې او وینې تویونې لاس واخلي.

ښاغلي دین محمد زیاته کړه:

“زموږ اجنډا او لویه خبره دا ده چې دې لپاره زمینه برابره شي چې په افغانستان کې جګړه او وینه تویېدنه بند شي، نو د دې کار لپاره به زموږه غوښتنه دا وي چې زموږ لوری او د طالبابو لوری، مذاکراتو ته کېني، خبرې وکړي او روانو ستونزو ته په ګډه د حل‎لارې وباسي.”

دا په‎داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د افغانستان د سولې په اړه د مسکو ناسته د روانې لمریزې میاشتې په نهمه د راتلونکې جمعې په ورځ د روسیې په کوربه‎توب جوړه شي.
د سولې شورا: مسکو ناسته کې به طالبان د سولې مذاکراتو ته وهڅوو
په‎دغه ناسته کې د سولې عالي شورا د مرستیال حاجي عزیزالله دین محمد په مشرۍ يو شپږ کسیز پلاوی چې په ترکیب کې یې حبیبه سرابي، عطالرحمن سلیم، مولوي عبدالخبیر اوچقون او د سولې عالي شورا د دارالانشا دوه غړي شامل دي.

په‎داسې حال کې چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د مسکو په ناسته کې د نه‌ګډون خبر ورکړی، خو تېره ورځ روېټرز خبري اژانس د یو شمېر روسي چارواکو له قوله خبر ورکړی و چې د طالبانو استازو په‎دې ناسته کې له ګډون سره موافقه کړې او مسکو د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون یو شمېر نورو مطرحو افغان سیاستوالو ته هم په‎دغه ناسته کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت‌الله احمدي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۱۵» ازادي راډيو ته وویل چې افغان حکومت ځکه په‎‎دې ناسته کې برخه نه‌اخلي چې وسله‎والو طالبانو ته د یوې ډلې په توګه په‌کې بلنه ورکړل شوې.
د بهرنیو چارو وزارت: د مسکو غونډه کې یوازې د سولې شورا پلاوی ګډون کوي
ټاکل شوې وه د مسکو ناسته شااوخوا دوه میاشتې وړاندې د سپټمبر میاشتې په لومړیو کې جوړه شوې وی، خو ظاهراً د افغان حکومت په غوښتنه دا ناسته وځنډول شوه.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي د افغانستان د سولې په بهیر کې د روسیې رول مهم بولي او په‎دې هیله دی چې د مسکو ناسته به د افغانستان د سولې په تړاو ښې پایلې ولري.
نوموړی وايي:

“زما په اند د دې تر څنګ چې موږ په طالبانو کار کوو چې سولې ته‌یې راوبولو، دا هم ډېره مهمه ده چې روسیه څنګه دې ته واداره کړو، هغه طالبان چې له دوی سره په اړیکه کې دي هغوی د سولې خبرو ته وهڅوي ځکه هغوی کوربانه دي او په‎دې برخه کې ډېر مهم رول لري.”

د مسکو د ناستې په اړه د افغانستان د سولې او جګړې انسټټیوټ له رئیس حکمت‌الله اعظمي​ سره مرکه:
د افغانستان اجرائیه رياست هم له دې وړاندې ویلي و چې د مسکو ناسته به د افغانستان د سولې د مذاکراتو لپاره يوه دروازه پرانیزي.
افغان حکومت ولې د مسکو په غونډه کې ګډون نه کوي؟
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم ازادي راډيو ته ویلي چې د سولې عالي شورا غړي د افغان حکومت په استازیتوب د مسکو په غونډه کې ګډون کوي او د نوموړي په خبره دغه ناسته به د افغانستان د سولې په تړاو ښې پایلې ولري.

راپور: محمد واصل وصال

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.