د سولې روان بهیر؛ د مذاکراتي ټیمونو تماس ډلو د سولې خبرو پر خبري پوښښ توافق کړی

 

تاند، دوشنبه د سنبلې ۲۴مه: د بین الفغاني مذاکراتو د پرانیستې مراسمو وروسته د مذاکراتي ټیمونو تخنیکي یا د تماس ګروپونه په دې سلا شوي چې څنګه له رسنیو سره معلومات شریک کړي او کوم موضوعات د کاغذ پر مخ ولیکل شي.

د راپورونو له مخې نن شپه به هم پر هغو مسایلو خبرې کېږي چې ټاکل شوې دواړه ټیمونه پرې په لومړنۍ ناسته کې بحث وکړي.

د حکومت د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزی وايي هلیه لري داسې پایلې ته ورسېږي چې خلک یې غواړي خو زیاتوي چې جدي بحثونه به په مخ کې ولري.

په داسې حال کې چې نن د مخامخ خبرو د پیل کېدو راپورونه ورکړل شوي و، خو افغان پلاوی وايي دا خبرې به په راتلونکو ورځو کې پیل شي.

راپورونه وايي دواړو خواوو د تېرې ورځې په ناسته کې د سولې د روانو خبرو پر خبري پوښښ توافق کړی دی.

بلخوا قطر کې یو شمېر خبریالان شکایت کوي چې له دوی سره معلومات نه شریکېږي او ځیني چې بېرته کابل ته راغلي وايي، حکومت ورته دوحه کې د پاتې کېدو اجازه نه ده ورکړې.

د دوی په خبره طالبان د افغاني رسنیو د فعالیتونو په اړه منفي لیدلوری لري.

افغانان له دواړو لوریو د مذاکراتو د ژر پیلېدو او په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي او جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه کوي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.